Ilyas Online Services and Tours الیاس انلاین خدماتی شرکت

Ilyas Online Services and Tours الیاس انلاین خدماتی شرکت E Visa Services,E tazkira services, E Passport Services, Scholarship services

28/02/2025

Ramadan Mubarak 🌙 to all Muslims around the world 🌎

05/02/2025

Raise Walk and Tawakul
See the world serve humanity not your soul

په انلاین بڼه پاسپورت اخیستل صرف او صرف دوبۍ کی د افغانستان سفارت یی ورکوی (زوړ پاسپورټ باید موجود وی) نور ټول سفارتونه ...
19/01/2025

په انلاین بڼه پاسپورت اخیستل صرف او صرف دوبۍ کی د افغانستان سفارت یی ورکوی (زوړ پاسپورټ باید موجود وی) نور ټول سفارتونه او د پاسپورت اړوند مدیریتونه حضوری ډول پاسپورت ورکوی
د پاسپورت اړوند کارونه عادی شوی او په عادی ډول هرشخص کولی شی خپل پاسپورت له ځند پرته په کم وخت کی ترلاسه کړی

19/01/2025

که کار کی سکون او پراختیا غواړۍ سهار لخوا یاسین شریف تلاوت کوی یا یی اورۍ
#یاسین

ورک شوي او سوځېدلي پاسپورټونههغه کسان چې خپل پاسپورټونه یې ورک کړي دي، هغوی باید په مرکز کابل ښار کې پل‌ باغ‌عمومي ته څې...
15/01/2025

ورک شوي او سوځېدلي پاسپورټونه
هغه کسان چې خپل پاسپورټونه یې ورک کړي دي، هغوی باید په مرکز کابل ښار کې پل‌ باغ‌عمومي ته څېرمه له «افغان اعلاناتو» او په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور له ریاست او ملي راډیو تلوېزیون څخه د ورکې اعلان راوړي.
هغه کسان چې پاسپورټونه یې د نقلیه واسطې، دوکانونو، کارخونو او شخصي کورونو د سوځېدو او یا هم په نورو طبیعي پېښو کې سوځېدلي او زیانمن شوي وي، هغوی باید د پولیسو له سیمه‌ییزو ادارو او یا هم د اطفایې له ریاست څخه تصدیق راوړي.
دپاسپورت عمومی ریاست

خبرتيا!ټولو محترمو هیوادوالو ته خبر ورکول کيږي چي د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو رياست اړوند د  ثبت احوال نفوس امر...
13/01/2025

خبرتيا!
ټولو محترمو هیوادوالو ته خبر ورکول کيږي چي د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو رياست اړوند د ثبت احوال نفوس امريت وطنوالو ته د لا ښه خدمت په وړاندی کولو سره د ټولو ولسوالیو لپاره کاري جدول ترتيب کړی ، وطنوال کولای شی د لاندي کاري جدول په کتنه اړونده آمريت ته د خپلو مشکلاتو د حل لپاره مراجعه وکړئ.
نوټ: هيوادوال بايد خپل نوبت ته په کتو مراجعه وکړئ.
په درنښت
کاپی

موارد:1- په عین شهرت له یوې د زیاتو تذکرو لغوه کولهغه هېوادوال چې په عین شهرت له یوې څخه زیاتې تذکرې ولري لومړۍ تذکرې ته...
09/01/2025

موارد:
1- په عین شهرت له یوې د زیاتو تذکرو لغوه کول
هغه هېوادوال چې په عین شهرت له یوې څخه زیاتې تذکرې ولري لومړۍ تذکرې ته د اعتبار ورکړل شي او که چېرې په عمر کې تر ۳ کلونو توپیر شتون ولري د تعلیمي او تحصیلي سندونو سره سم د یوه تذکره لغو شي.

2- د عمر اصلاح
ولایتي ریاستونه تر ۱۸ کلنۍ پورې د ظاهري څهرې سره سم د ۳ کلونو او له دې پورته عمر لرونکو ته د تحصیلي سندونو پر اساس د ۲ کلونو د عمر د اصلاح صلاحیت لري.

3- د نوم بدلول
د غوښتونکي نوم، تر ۱۸ کلنۍ پورې د اصولي خپلوانو په حضور او لیکلي تایید د بدلون وړ دی او له ۱۲ کلنۍ پورته د عدم مسوولیت فورم هم الزامي دی.

4- د املايي تېروتنو اصلاح
د غوښتونکي په کاغذي تذکره کې د نوم هغه املايي تېروتنې چې معنا نه بدلوي د یو ځل لپاره د اصلاح وړ دي، همدارنګه که د غوښتونکي د پلار او نیکه نوم د ثبت له دفتر سره توپیر ولري د تحصیلي سندونو او کورني ردیف پر اساس په دې شرط چې د نوم په معنا کې بدلون رانشي د اصلاح وړ دي.

5- د تخلص درج، حذف یا اصلاح
د تابعیت په تذکره یا د الکترونیکي تذکرو په سیسټم کې د تخلص زیاتول، له منځه وړل او یا اصلاح په لیکلې بڼه د مؤجه دلایلو پر اساس یو ځل ترسره کېږي.

6- د مختاړي او وروستاړي اضافه کول یا لرې کول
هغه مختاړي یا وروستاړي چې د غوښتونکي له نوم سره یو ځای وي او اکتسابي نه وي (سید، خواجه...) د غوښتونکي په خوښه اضافه یا لرې کېدای شي او اکتسابي لقبونه (وظیفوي، کلتوري، علمي او نظامي) باید ونه لیکل شي، خو که په اساس کتابونو یا آرشیف کې لیکل شوي وي د غوښتونکي په خوښه لرې کېدای شي.

7- د الکترونیکي تذکرې وېش
د الکترونیکي تذکرې غوښتونکي چې په کاغذي تذکره کې یې انځور نصبولو او تجدید ته اړتیا وي، د اصولي خپلوانو په شتون یا دوه نفره ضمانت کوونکو چې د غوښتونکي د اصلي استوګنځي اوسېدونکي وي پر اساس د الکترونیکي تذکرو په مرکز کې یې د
هویت تثبیت ترسره شي.

د الکترونیکي تذکرې هغه غوښتونکی چې د الکترونیکي تذکرو سېسټم په کورني فورم کې شتون ولري، له کاغذي تذکرې پرته د اصولي اقاربو په شتون کې دې ورته د الکترونیکي تذکرې د وېش
پروسه کې اصولي اقدام وکړای شي.

هغه حضوري غوښتونکي چې د تابعیت تذکره نلري د اصولي خپلوانو په شتون او تصدیق او دوه تنو افغانانو چې د ۱۸ کلنۍ عمر یې بشپړ کړي وي، الکترونیکي تذکرې ولري خو په ضمانت یې نه وي اخیستي د ضمانت فورم له لیکلي تایید وروسته په اړونده مرکز کې د الکترونیکي تذکرو وېش په برخه کې اصولي
اجراات ترسره شي.

په هغه صورت کې چې د یو شخص خپل نوم د اړونده ولایت او ولسوالۍ (دوه نقلونو) په اساس کتابونو کې یو شان لیکل شوی وي او سکن فایل سره توپیر ولري؛ د همغو دوه نقلونو پر اساس دې هویت تثبیت او اجراآت ترسره او سکن فایل کې د اصلاح په موخه رسماً یاده موضوع د هویت تثبیت او آرشیف
تنظیم ریاست ته را واستوي.

په هغو ولایتونو کې چې د آسان خدمت مرکز فعال وي، د آسان خدمت مرکز او په هغه ولایتونو کې چې د آسان خدمت مرکز نه وي، د الکترونیکي تذکرو یوه وېش څانګه دې له وېش وروسته خدمتونه د وضع شویو صلاحیتونو، اصولو او قوانینو په
رڼا کې ترسره کړي

8- متفرقه موارد
هغه غوښتونکی چې ژوندی وي اما د اساس کتاب کې مړ درج شوی وي، په اړونده ولایت کې دې شرعي وثیقه ترتیب او دقیق تثبیت هویت ترسره او د اصلاح په موخه دې رسماً دې ادارې ته را
واستوي.

هغه ښځینه غوښتونکې چې د خاوند (مېړه) په مراجعه اقدام سره یې تذکره اخیستي وي د دوه نفرو په ضمانت او د اصولي اقاربو په حضورداشت یې د پلار یا ورور د ردیف مطابق مراجعه
اقدام اصلاح شي.

د کاغذي تذکرو غوښتونکو لپاره فقط یو دموګرافي فورم د ټاکل شوې بیې په مقابل کې ترتیب او تر نهایې کېدو وروسته دې اجرا کوونکی مامور د اساس کتاب مراجعه اقدام ترڅنګ لاسلیک
وکړي.

هغه غوښتونکی چې غواړي په کاغذي تذکره کې انځور نصب کړي، د وګړو احوال ثبتولو آمریتونه مکلف دي چې د غوښتونکي یوه قطعه انځور رسماً اول نقل کې د معاملې په موخه د تثبیت
هویت او آرشیف تنظیم ریاست ته را واستوي.

هغه اشخاص چې مریض، معلول، ماشوم (زیر سن) او یا هم لوړ عمر لرونکي وي، په تذکره کې ستونزه لري او په ولایتي کچه د صلاحیت څخه پورته وي یاد شخص که چېرته مرکز ته د راتللو توان نلري د ټاکل شوې کمېټې لخوا دی په حضوري توګه و کتل شي او پر ځای دې بل کس چې د نوموړي مؤکل وي د مؤکل د شهرت (نوم د پلار نوم او تذکرې شمېره) په لیکلو دې په مکتوبي ډول د غوښتونکي له مهر کړي فعلي انځور سره یو ځای د
ستونزې د حل په موخه مرکزي ادارې ته را واستول شي.

تر ۷ کلنۍ په غیر حضوري توګه د ماشومانو د زېږېدنې کارتونه
وېش د اصولي خپلوانو په شتون کې د اجرا وړ دي.

هغه ولایتي ریاستونه چې د حیاتي وقایعو د ثبت ډېټابیس ته لاسرسۍ نلري له غوښتونکي دې ټاکل شوی مبلغ نه اخلي بلکه مرکزي ادارې یا هغه ولایت ته چې هلته اړونده ډېټابیس ته
لاسرسۍ وي واستول شي.

اصولي خپلوان: هغه اشخاص چې له تذکرې اخیستونکي سره نسبي اړیکې و لري چې له پلار، نیکه، ورور، خور، وراره، کاکا، د
کاکا زوی/ لور او عمه څخه عبارت دي.

دا ناسته چې د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوې وه، په دعا او د ولایتي رییسانو پوښتنو ته د ځوابونو په ویلو او په ورسپارل شویو صلاحیتونو کې د بشپړ صداقت، هېوادوالو سره د ښه چلند او په چارو کې د چټکتیا سپارښتنې وشوې.
کاپی

07/01/2025

واورې ځمکې سپینوی او ذکر زړونه
د واورو دیدن ته بامیانو ته لاړ شۍ او د ذکر لپاره د مدینې د جانان کلې ته

د پاکستان انلاین ویزې د پخوا په پرتله ډیری ښی شوی دي  نو تاسی هم کولی شۍ چی په وخت درخواست جمعه کړۍ ترڅو پاکستان خپله پا...
07/01/2025

د پاکستان انلاین ویزې د پخوا په پرتله ډیری ښی شوی دي نو تاسی هم کولی شۍ چی په وخت درخواست جمعه کړۍ ترڅو پاکستان خپله پالیسی می تغیر رانولی
Tourist visit / Family Visit / Medical

ښه خبرانکلینډ کرکټ بوډ د سیاسیونو او ولسې جرګې غړو هغه وړاندیز رد کړ چی د افغانستان کړکټ ټیم سره دی راتلونکې لوبې لغوه ش...
07/01/2025

ښه خبر
انکلینډ کرکټ بوډ د سیاسیونو او ولسې جرګې غړو هغه وړاندیز رد کړ چی د افغانستان کړکټ ټیم سره دی راتلونکې لوبې لغوه شی

The ECB has rejected calls from a cross-party group of more than 160 British politicians to boycott England's Champions Trophy match against Afghanistan in response to the Taliban's clampdown on women's rights

Full story: https://es.pn/3Powdjx

سهار او جمعه مو پخیرالکهف مو هیر نشی 🫶🏽🌹💐🌺🌸🫶🏽
20/12/2024

سهار او جمعه مو پخیر
الکهف مو هیر نشی
🫶🏽🌹💐🌺🌸🫶🏽

✨ الیاس انلاین خدماتی شرکت د څلورمې کلیزې لمانځنې یو څو انځورونه👇🏻🫶🏽 ټولو هیوادوالو څخه د زړه 🫶🏽 له تله مننه 🙏🏼 کوو  چی ...
08/12/2024

✨ الیاس انلاین خدماتی شرکت د څلورمې کلیزې لمانځنې یو څو انځورونه👇🏻
🫶🏽 ټولو هیوادوالو څخه د زړه 🫶🏽 له تله مننه 🙏🏼 کوو چی دی څلورکلن مزل کی یی زمونږ ملاتړ کړی او زمونږ له ناڅیزه خدماتو څخه خوښ دي

هڅه کوو چی خپلو هیوادوالو ته لا غوره خدمات په کم وخت او کمو مصارفو وړاندی کړو
🥰👌🫶🏽😘🌸💐🌷🌹🌺😘🫶🏽👌🥰
💐الیاس انلاین خدماتی شرکت💐
ادرس: میااسلم پلازه اول بلاک دریم منزل دوهم دفتر

06/12/2024

Celebrating my 4th year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉 بی تاسی دی نشم

الکهف # جمعه د راز نیاز عبادت او نزدیکت ورځ
06/12/2024

الکهف #
جمعه د راز نیاز عبادت او نزدیکت ورځ

خدمت که هر بخش کی وی دنیاوی او اخروی ګټه لری د الله رضا او اخلاص ورکی شرط دی
03/11/2024

خدمت که هر بخش کی وی دنیاوی او اخروی ګټه لری د الله رضا او اخلاص ورکی شرط دی

Address

Daramsal Street
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ilyas Online Services and Tours الیاس انلاین خدماتی شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Ilyas Online Services and Tours الیاس انلاین خدماتی شرکت:

Videos

Share