12/08/2026
سـتړی سـتومـانـه زنـدګۍ کې یمه
پــه غـــم لــړلې شـاعــرۍ کـې یمه
تــه یــې زما کـړې بایلل شـوی لالی
ربـه هـر وخت درتـه زارۍ کـې یمه
ستا خـو بـه وکړمه، خو ستړی یمه
د بــنده ګــانو بـــنده ګــۍ کې یمه
مجـازي یـار ويستی یم ستا له ذکره
زه د ژونــدون هــره ګــړۍ کــې يمه
ســتا عـــبادت نــه عــلاوه کــارونـه
بخــنه غــواړم مجـبــورۍ کــې یمه
زه اتل جان اوس د شيعه په شانتې
وهـمه ځـان پـه بې خـودۍ کـې یمه