13/08/2026
ادرس ننګرهار جلال آباد ښار، پشتونستان واټ ملی راډیو ترڅنګ حاجی ګل پلازه Cبلاک 36-35 نمبر دفتر
په ننګرهار کې د اورېدلو له ستونزې سره مخ ۱۳۹ کسانو ته د غوږونو د اورېدو وسایل په وړیا توګه ووېشل شول.
د دې وسایلو لګښت په کاناډا کې خیرمحمد شینواري، په لندن کې پښتونیار او پال ورډ پر غاړه اخیستی، چې وسایل یې له کاناډا څخه افغانستان ته لېږلي دي.
د هغو کسانو چې د کورنۍ غړي، خپلوان، ګاونډیان یا د کلي اوسېدونکي یې د اورېدو له ستونزې سره مخ دي، کولی شي په ننګرهار کې د پروګرام له مسؤلینو سره اړیکه ونیسي:
0780761112
0788405459