Mohammad Daoud Attal

Mohammad Daoud Attal Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mohammad Daoud Attal, Tourist Information Center, Jalalabad.

03/09/2025
23/06/2025

هرمز تنگي؛ پېژندنه، اقتصادي ارزښت او افغانستان
لیکوال: اقتصاد پوه عبدالوافي نایبزی
د هرمز تنگي څه دی؟
د هرمز تنگې د نړۍ یو له مهمو سمندري لارو څخه گڼل کېږي. دا تنگی د فارس خلیج او عمان سمندر سره نښلوي او د ایران، عمان، او متحده عربي اماراتو ترمنځ پروت دی. د دې تنگي جغرافيايي ارزښت ځکه ډېر مهم دی چې د نړۍ نږدې ۲۰ سلنه د نفتو صادرات له دې لارې ترانزيت کېږي. دا لاره د انرژۍ نړيوالو بازارونو ته د منځني ختيځو هېوادونو د نفتو او گازو د لېږد لپاره اساسي لار گڼل کېږي، او د نړيوالو قدرتونو لپاره ستراتيژيک اهميت هم لري.
ايران د هرمز تنگي پر يوه غاړه موقعيت لري، او وخت نا وخت يې د دې تنگي د بندېدو گواښ کړی، څو پر ځان اقتصادي او سياسي فشارونه کم کړي. دغه تنگی نه يوازې د نړيوالو سوداگريزو چارو لپاره حياتي دی، بلکې د سيمه‌ييزو او نړيوالو سياسي رقابتونو مرکز هم گڼل کېږي. له همدې امله، د هرمز تنگي امنيت د نړيوالو ځواکونو او سازمانونو لپاره ستره اندېښنه ده، او د هر ډول شخړې امکان کولی شي د نړيوالو بازارونو په ثبات ژور اغېز وکړي.
*********
ولې د غربي نړۍ لپاره دا تنگی مهم دی؟
د هرمز تنگی د غربي نړۍ لپاره ځکه ډېر مهم دی چې دا د نړۍ د انرژۍ تر ټولو مهم ترانزیتي لار ده. څو مهمې خبرې دي:
لومړی، د نفتو او گازو لېږد:
نږدې ۲۰ سلنه د نړۍ نفت (شاوخوا ۱۸-۲۰ مېلیونه بېرله هره ورځ) له دې تنگي څخه تېرېږي، یانې یو کال کې د دې تنگي څخه کابو د ۵۸۴مېلیارده ډالرو د تېلو صادرات تېرېږي چې ډېری یې سعودي عربستان، عراق، ایران، کوېت، او قطر صادروي. دا نفت او طبیعي گاز بیا اروپا، امریکا، او نورو صنعتي هېوادونو ته ځي. که دا لاره بنده شي، نو د انرژۍ نړیواله عرضه به زیان وویني او نرخونه به حتماً لوړ شي.
دوییم، اقتصادي ثبات:
د اروپا او امریکا اقتصاد د انرژۍ له نړیوال بازار سره تړلي دي. د هرمز تنگي بندېدل یا ناامني کولی شي د نفتو نرخونه لوړ کړي، چې دا به بیا د ټرانسپورټ، تولید، او صنعتي فعالیتونو لګښتونه زیات کړي. دا کار بیا د انفلاسیون، اقتصادي بحران، او د سیاسي فشار لامل گرځي.
درېیم، استراتیژیکه سیالي:
امریکا او اروپايي هېوادونه غواړي چې د نړۍ مهمې ترانزیتي لارې، لکه هرمز تنگی، په یو نحوه خلاصې او خوندي پاتې شي. که ایران دا تنگی د سیاسي فشار په توگه وکاروي، نو دا به د لوېدیځو هېوادونو نفوذ ته گواښ وي. له همدې امله، امریکا هلته نظامي حضور هم لري.
*********
د هرمز تنگي بندېدل او د افغانستان پر اقتصاد اغېزې:
د هرمز تنگي بندېدل به په اسیايي هېوادونو، او په ځانگړي ډول په افغانستان، هم اغېز وکړي، که څه هم افغانستان سمندر ته لاسرسی نه لري، خو د غیرمستقیمو اقتصادي اړیکو له امله دا اغېز مهم بلل کېږي. دلته څو بعده شته:
لومړی، د تېلو او گازو بیې به لوړې شي:
افغانستان خپله انرژي (تېل، ډیزل، پټرول او گاز) له نورو هېوادونو واردوي، لکه ایران، ترکمنستان، پاکستان او نور...که د هرمز تنگی بند شي او نړیوالو بازارونو ته د تېلو صادرات کم شي، نو بیې به لوړې شي. دا کار به مستقیماً د افغانستان د ترانسپورت، تولید، برېښنا، او خوراکي توکو قیمتونه لوړ کړي. او موږ وار د مخه دې ورځو کې دا اغېز وینو، یو ليټر پطرول اته ورځې وړاندې په ۵۸ افغانۍ وو، خو نن ۶۴ دي.
دوییم، د وارداتو او ترانزیت لګښتونه زیاتېږي:
افغانستان ډېری واردات د سمندري بندرونو (لکه بندرعباس، کراچۍ، او چابهار) له لارې کوي. که د هرمز تنگی تړل کېږي، د دې بندرونو له لارې سوداگري هم اغېزمنېږي، ځکه چې د نړیوال کارگو لګښتونه به هم لوړ شي. دا به د افغانستان پر وارداتي اقتصاد فشار لا زیات کړي.
درېیم، د کرنسي ارزښت او انفلاسیون مسله:
د تیلو د بیو لوړېدو او ترانزیتي خنډونو له امله د افغاني کرنسي پر ارزښت هم فشار راځي. انفلاسیون به لوړ شي، او د عادي خلکو ژوند به نور هم سخت شي.
څلورم،سیمه‌ییزې سوداگرۍ ته ضربه:
افغانستان د اسیا زړه بلل کېږي او هڅه کوي چې د سیمه‌ییز اتصال مرکز شي. که د هرمز تنگی تړل کېږي، نو د سیمه‌ییزو همکاریو لکه CASA-1000، TAPI، او چابهار له لارې ټرانزیتي پروژې هم اغېزمنېږي، ځکه چې نړیوال په خپلو منازعاتو کې بوختېږي او د افغانستان سره د اقتصادي پروژو بحثونه او چارې ټکنۍ کېږي.
#افغانستان #اقتصاد #فقر
C

Haqyar Graphics حقیار ګرافیکس د لومړي ځل لپاره په جلال اباد ښار کې پر فعالیت پیل وکړو او د خپلو هېوادوالو لپاره د چاپ په...
17/05/2025

Haqyar Graphics حقیار ګرافیکس
د لومړي ځل لپاره په جلال اباد ښار کې پر فعالیت پیل وکړو
او د خپلو هېوادوالو لپاره د چاپ په برخه کې غوره خدمات وړاندي کوي .
زموږ خدمات :
لوحو چاپ
بیلونو چاپ
کاروباري کارتونو چاپ
واده کارتونو چاپ
پیالو چاپ
بنینونو چاپ
په قلمونو چاپ
شخصي مهرونو جوړول
ستاسې باور زموږ بریا ده
اړېکو شمېرې :
۰۷۷۲۹۰۲۰۰۵
۰۷۸۲۰۲۳۰۰۶

درک : درمسال چوک فیصل کاکړ پلازه دوهم منزل جلال اباد ښار

14/05/2025

سجده سهوه کله واجب کیږي او طریقه یې څنګه ده؟
ځواب:
په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کیږي:
۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه وروسته سورت لوستل هیر شي.
۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ویل هیر شي.
۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحیات) هېر شي.
۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ یا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شریف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووایي او یا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده.
۵-کله چې یو لمونځ کوونکی، د اخترونو د لمونځونو تکبیرونه پریږدي، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده.
۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هیر کړي، یا په پټو (خفیه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده.
۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي، مثلا‌ً د یوې رکوع پر ځای دوه رکوع، یا د دوه سجدو پر ځای، درې سجدې وکړي؛ نو سجده سهوه دې وکړي.
۸-کله چې د یو واجب کیفیت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي.
۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې یقیني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په اخره کې دې سجده سهوه وکړي.
۱۰-که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړي، بیا د پنځم رکعت لپاره ودریږي او سلام ونه ګرځوي او همدا اوله قاعده وګڼي؛ خو وروسته ورته رایاد شي؛ نو لمونځ کوونکي لپاره پکار ده چې، د پنځم رکعت سجده کولو څخه مخکې بېرته کښیني او سجده سهوه وکړي او که پنځم رکعت یې تر سجدې پورې ورسوه؛ نو یو رکعت دې ورسره بل هم یو ځای کړي، دا ډول به لمونځ پوره شي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي، څلور رکعته به فرض شي او دوه ركعته به نفل شي.
د سهوې سجدې #طریقه داسې ده:
-په آخري ناسته کې د تشهد نه وروسته، يواځې ښي طرف ته سلام ګرځول او وروسته دوه سجدې کول او بيا تشهد، درود او دُعا ويل او د سلام ګرځول.
د سجده سهوې یوه ډیره لویه آسانتیا دا ده، چې پدې سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمي او زیاتي اصلاح کوي او همدا ډول د لمانځه د نيمګړتيا پوره والی کولای شي.
شیطان مسلمان ته په لمونځ کې دوکه ورکوي، په هغه باندې د لعنت لیږلو همدا سجده سهوه طریقه ده، همدا ډول چې مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نورې دوه سجدې هم وکړي، پدې سره شیطان ډېر زیات خفه کېږي او په خپل مقصد کې ناکامه او شرمنده کیږي، الله ددې دوو سجدو له كبله د لمونځ کمی او هیره معاف کوي.
(ترک د واجب او تآخیر د فرض)
٭د ثواب په نیت یې، شریک کړئ٭

04/05/2025

د یا الله ج ټول اسرئیل په اور کې تبا او برباد کړی او ته پکې برکت هم واچوی.
آمین.

30/04/2025

له ټولو خوږو هیوادوالو څخه په خورا درنښت هیله کوم چې خارج ته د قاچاقې لارو د تګ څخه په کلکه ډډه وکړئ.
تاسو دغه بیچاره ګان وګورئ په څه حال پراته دې
افففف
یا الله ج ته په افغانانو خپل خاص رحم وکړی
آمین

26/04/2025

M.D

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mohammad Daoud Attal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share