Afghanistan افغانستان

Afghanistan افغانستان Kindly Support us to be Active and Success 🇦🇫✌️

دنیا چهره‌اش را می‌شناخت، اما او نمی‌دانست که دنیا او را می‌شناسد.در دسامبر ۱۹۸۴ میلادی ، عکاسی وارد اردوگاه پناهندگان د...
18/06/2026

دنیا چهره‌اش را می‌شناخت، اما او نمی‌دانست که دنیا او را می‌شناسد.
در دسامبر ۱۹۸۴ میلادی ، عکاسی وارد اردوگاه پناهندگان در نزدیکی پیشاور پاکستان شد.
درون یک چادر مدرسهٔ موقت، دختر نوجوان افغانستانی با چشمان سبز و خیره‌کننده نشسته بود.
او دوازده سال داشت.
یتیمِ جنگ و پناهنده بود و کودکی بود که در همان سن کم، بیش از آنچه بسیاری از مردم در تمام عمرشان تجربه می‌کنند، از دست داده بود.
نامش شربت‌گل بود.
عکاس، استیو مک‌کری، تنها یک تصویر از او ثبت کرد.
یک عکس، یک لحظه، یک نگاه مستقیم به دوربین.
چند ماه بعد، آن تصویر روی جلد مجلهٔ نشنل جیوگرافیک منتشر شد.
دنیا شیفتهٔ او شد، این عکس به یکی از شناخته‌شده‌ترین پرتره‌هایی تبدیل شد که تاکنون منتشر شده‌اند.
در مجلات، کتاب‌ها، نمایشگاه‌ها، صنف‌های درس و مستندهای سراسر جهان به نمایش درآمد.
میلیون‌ها نفر آن چهره را می‌شناختند، اما تقریباً هیچ‌کس شخصِ پشت آن تصویر را نمی‌شناخت، حتی خود شربت‌گل.
در حالی که تصویرش شهرتی جهانی پیدا کرده بود، زندگی او در گمنامی ادامه داشت.
ازدواج کرد، فرزندانی را بزرگ کرد و زندگی پر از بی‌اطمینان یک پناهنده را تجربه کرد که میان افغانستان و پاکستان در رفت‌وآمد بود.
بر اساس گزارش‌های تاریخی، او هیچ اطلاعی نداشت که عکسش به نمادی بین‌المللی تبدیل شده است.
برای هفده سال، یکی از مشهورترین چهره‌های جهان متعلق به زنی بود که نمی‌دانست مشهور شده است.
سپس در سال ۲۰۰۲ میلادی تیمی از نشنل جیوگرافیک او را در افغانستان پیدا کرد.
با استفاده از روش‌های پیشرفتهٔ شناسایی، پژوهشگران تأیید کردند که زنی که یافته بودند همان دختری است که در سال ۱۹۸۴ از او عکس گرفته شده بود.
وقتی عکس را به شربت‌گل نشان دادند، گفته می‌شود که آن نخستین باری بود که خودش آن را می‌دید.
تصویر او سراسر جهان را پیموده بود. اما خودش نه.
حتا پس از آنکه هویتش برای جهان آشکار شد، آوارگی همچنان زندگی‌اش را شکل می‌داد.
او در سال ۲۰۱۶ میلادی پس از دهه‌ها زندگی در پاکستان، از آن کشور اخراج شد.
وقتی در آگست سال ۲۰۲۱ میلادی افغانستان دوباره تحت کنترل طالبان قرار گرفت، شربت‌گل بار دیگر با آینده‌ای نامعلوم روبه‌رو شد.
در همان سال، ایتالیا از طریق یک برنامهٔ بشردوستانه او را تخلیه و به آن کشور منتقل کرد و به او وضعیت پناهندگی اعطا نمود.
تا آن زمان، دختری که در آن عکس مشهور دیده می‌شد، بخش بزرگی از زندگی خود را در جست‌وجوی پناه و امنیت گذرانده بود.
آنچه داستان شربت‌گل را چنین تأثیرگذار می‌کند این است که ما را وا می‌دارد فراتر از خودِ عکس نگاه کنیم.
فراتر از چشمان سبز، فراتر از تصویر روی جلد و به انسانی بنگریم که زندگی‌اش مدت‌ها پس از فشرده شدن دکمه‌ی شاتر ادامه یافت.
ثبت آن عکس تنها یک ثانیه طول کشید اما آوارگی او دهه‌ها ادامه داشت.
دختری پناهنده تصویری مشهور در سراسر جهان و زندگی‌ای که نه با شهرت، بلکه با بقا و ایستادگی تعریف شد.
اما پرسش این است که آیا داستان‌های پشتِ عکس‌های ماندگار و نمادین، می‌توانند از خودِ تصاویر تأثیرگذارتر و قدرتمندتر باشند؟

نطاق ورزیده رادیو تلویزیون ملي افغانستان که در دهه شصت خورشیدی زيادتر روی پرده‌ و در برنامه های آزمونگاه  ذهنی گرداننده ...
18/06/2026

نطاق ورزیده رادیو تلویزیون ملي افغانستان که در دهه شصت خورشیدی زيادتر روی پرده‌ و در برنامه های آزمونگاه ذهنی گرداننده گی می‌کرد کیست بیاد داريد؟

د افغانستان ویاړ:ندیم امیري لومړنی افغان شو چې د فوټبال نړیوال جام کې ګډون کوي.هغه د جرمني هوفنهایم لوبډلې نه د ځانګړي ا...
17/06/2026

د افغانستان ویاړ:
ندیم امیري لومړنی افغان شو چې د فوټبال نړیوال جام کې ګډون کوي.
هغه د جرمني هوفنهایم لوبډلې نه د ځانګړي استعداد له امله د جرمني ملي لوبډلې ته بلل شوی.
د افغان مهاجرو د حقونو مدافع هم دی او وطن ته ژوند کې یو وار د وطن لیدلو د ډېر ارمان له وجې تللی.

17/06/2026

دست تان بشکند اشرار
با این وطن چی کردید 🇦🇫🥀

17/06/2026

پیشنهاد یک هموطن به ثبوت ما به کاجل
🤣🤣🤣

د یوې ژمنې دیارلس کلن سفردیارلس کاله پخوا، د افغانستان پخواني ولسمشر، محترم حامد کرزي، یو کم‌عمره خو بااستعداده ماشوم وس...
17/06/2026

د یوې ژمنې دیارلس کلن سفر
دیارلس کاله پخوا، د افغانستان پخواني ولسمشر، محترم حامد کرزي، یو کم‌عمره خو بااستعداده ماشوم وستایه؛ هغه ماشوم زین‌الله نومېده. زین‌الله د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی و او هغه مهال لا د شپږم ټولګي زده‌کوونکی و؛ خو د فکر، پوهې او نوښت ځواک یې تر عمر ډېر لوړ و. ده د خپلې وړتیا، بصیرت او تخلیقي ذهن پر مټ داسې سکواټر جوړ کړی و چې د هغه وخت د خلکو پام یې ځان ته راواړاوه.

د وخت والي، د زین‌الله د دې بې‌سارې وړتیا او نوښت خبر د هېواد له ولسمشر سره شریک کړ. ولسمشر کرزي، د مادي تقدیر تر څنګ، له زین‌الله او د هغه له کورنۍ سره دا ژمنه وکړه چې د هغه د لوړو زده‌کړو لپاره به تحصیلي زمینه برابره شي. هماغه ژمنه وه چې زین‌الله یې د افغان-ترک عالي لېسې ته د بورسیې په چوکاټ کې ورمعرفي کړ او د ژوند نوی باب یې پرانیست.

زه هغه مهال په جلال‌اباد مومن افغان-ترک ښوونځي کې ښوونکی وم او زین‌الله زموږ زده‌کوونکی و. دی زموږ سره د اووم ټولګي زده‌کوونکی شو. په ډېر کم عمر کې یې د مسافرۍ شپې او ورځې تېرولې؛ له کور، کلي او کورنۍ لرې، خو د خپلو هیلو په لټه کې و.
کلونه تېر شول، زین‌الله له ښوونځي فارغ شو، بیا د لوړو زده‌کړو لپاره د یوې تحصیلي بورسیې له لارې ترکیې ته ولاړ. هلته یې د میخانیک انجینرۍ په برخه کې خپلې لوړې زده‌کړې په بریالیتوب ترسره کړې. نن د هغه د فراغت ورځ وه؛ هغه ورځ چې دیارلس کاله وړاندې کرل شوې هیله په کې پر یوه ښکلي حقیقت بدله شوه.

زه د دې سترې لاسته‌راوړنې امتیاز تر هر چا مخکې، د افغانستان پخواني ولسمشر محترم حامد کرزي ته ورکوم؛ ځکه د هغه وخت یوې ژمنې د یوه بااستعداده ماشوم راتلونکي لار روښانه کړه. ورپسې د افغان-ترک سپېڅلو او مخلصو ښوونکو، د زین‌الله جان کورنۍ، او خپله د انجنیر صاحب زین‌الله د زحمتونو، صبر او هڅو یادونه کوم.
نن ډېر د ویاړ ځای دی چې انجنیر صاحب زین‌الله خپلې هغه هیلې ته ورسېده چې د ماشومتوب له ورځو یې په زړه کې ساتلې وه. زه زین الله جان ته، د ده محترمې کورنۍ ته، استادانو او ټولو افغانانو ته د دې علمي بریا مبارکي وایم. هیله لرم چې زین‌الله خپلې زده‌کړې لا پسې وغځوي، خپل علم ته د عمل جامه واغوندي او د افغانستان د سوکالۍ، ودانۍ او پرمختګ لپاره یوه روښانه ذریعه وګرځي.

نازدانه های رهبران دزد نماینده ۴۰ میلیون نفوس افغانستان بخاطر صلح در دوحه که گویا صلح دوحه کودکستان باشد.
16/06/2026

نازدانه های رهبران دزد نماینده ۴۰ میلیون نفوس افغانستان بخاطر صلح در دوحه که گویا صلح دوحه کودکستان باشد.

که سلګونه نظامونه راشي او لاړ شي، د افغانستان ملي بیرغ به تل د افغانانو په زړونو کې ژوندی ويد افغانستان ملي بیرغ په یوه ...
16/06/2026

که سلګونه نظامونه راشي او لاړ شي، د افغانستان ملي بیرغ به تل د افغانانو په زړونو کې ژوندی وي

د افغانستان ملي بیرغ په یوه ملي نښه بدل شوی دی. دا باید په یاد ولرو چې که سلګونه نظامونه راشي او لاړ شي، د افغانستان ملي بیرغ د افغانانو لپاره د بدلون وړ نه دی. میلیونونو مهاجرو همدا بیرغ له ځان سره وړی، او د همدې بیرغ او نښان پر بنسټ یې پناه اخیستې ده.

دا بیرغ د هر افغان په کور او د هر افغان په زړه کې ځای لري. خلک چندان پروا نه کوي چې دا بیرغ دې د متعصبو کسانو په مجلسونو کې وي او که نه؛ ځکه دا بیرغ د خلکو په زړونو او سترګو کې ژوندی دی.

هغوی چې له دې حقیقت سره مخالفت کوي، له ځان سپکاوی پرته بل څه نه شي ثابتولای. افسوس د دوی پر حال! ښه به دا وي چې لږ له ځان سره فکر وکړي چې دوی په کوم نوم او د کوم بیرغ تر سیوري لاندې پناه اخیستې وه

په عمر زاړه شول ، خو د هېواد په خدمت ماړه نه شول (د هېواد د فرهنګ دوه ستر خدمتګاران)استاد حبیب الله رفیع او استاد سرڅېړو...
16/06/2026

په عمر زاړه شول ، خو د هېواد په خدمت ماړه نه شول

(د هېواد د فرهنګ دوه ستر خدمتګاران)

استاد حبیب الله رفیع او استاد سرڅېړونکی زلمی هېوادمل د هېواد د فرهنګ دوه داسې ستر خدمتګاران دي چې زموږ ټولنې ته د ژوندیو اکاډمیو حیثیت لري ، دوی هر یوه د هېواد فرهنګ ته د یوې علمي اکاډمۍ او یو کلتوري وزارت په اندازه خدمت کړی دی .
هېوادمل صیب خو په خپل هېواد کې اوسي او ډېر کم بهرني سفرونه لري او رفیع صیب دا دی تازه بېرته د خپل وطن غېږې ته راستون شوی دی . دوی ته که بهر کې د هر څومره مجلل ژوند زمینه برابره شي ، دوی له روحي پلوه ورسره ځان نه شي اعیارولی . د ژوند پاتې عمر یې هم پر خپل وطن دی ، اوس دواړه په تن ډېر زهیر شوي خو په زړه کې یې لا هم وطن ته د فرهنګي خدمت ولولې په څپو دي .
کېدی شي سرمحقق زلمی هېوادمل او استاد حبیب الله رفیع د خپل شپېته کلن فرهنګي خدمت په بهیر کې د خپلو او پردو له خوا له سختو ځورونو ، ډول ډول تورونو او ان سختو ستغو بېغورونو سره مخامخ شوي وي ، خو هیله لرو چې خپل پاتې ژوند يې د خپل هېواد په غېږه کې په ارامه تېر شي او هېوادوال یې د ارامیتا سبب شي ، تر مرګ وروسته ساندې بې ځایه دي . هسې خو په پښتنو کې دا خبره عامه ده چې په ژوندیو کې ښه او په مړو کې بد نه لري ؛ چې ژوندی وم قلندر وم چې مړ شوم جلندر شوم.
یو ځوان څېړونکي بیا دا تریخ حقیقت هم بیان کړی دی: (( که غواړې پر پښتنو ګران شې نو ځان مړ کړه)).
نو راځئ چې د پېړیو منفي کلتور بدل کړو ؛ مړو او ژوندو دواړو ته درناوی وکړو.

د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو ته پنځم پرانیستی لیکد اسلامي امارت مشرانو! السلام علیکم.دا مي تاسي ته پنځم او ښايي ورس...
16/06/2026

د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو ته پنځم پرانیستی لیک
د اسلامي امارت مشرانو! السلام علیکم.

دا مي تاسي ته پنځم او ښايي ورستی پرانیستی لیک وي. زما مخکنیو څلورو لیکونو ته مو نه یوازي جواب نه دی ویلی بلکه زما پر ټولو اعتراضونو او پېشنهادونو مو غوږونه کاڼه اچولي دي.

په دې کي شک نسته چي زه ستاسي د اکثرو تعلیمي او اجتماعي پروګرامونو سره مخالف یم او دا مخالفت مي هیڅ وخت پټ کړی نه دی. خو یو افغان یم او له خپل وطن سر ه د خپلي مور د غېږي په څېر مینه لرم.

که څه هم چي تاسي له لومړي سره هم، د خپلو پروګرامونو د عملي کولو په لاره کي له هیڅ ډول نرمښت څخه کار نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کي، په تېره بیا د هرات د ښځو او نجونو په مقابل کي مو نه یوازي له وچ زور بلکه د توپک څخه کار واخیست. تاسي غواړی خپل تعلیمي او اجتماعي پروګرامونه، چي د نړۍ په هیڅ اسلامي هیواد کي یې ساری نسته، په وچ زور او حتی د توپک د استعمال په وسیله عملي کړی. خو هم زموږ نیکونو ویلي دي چي « په زور کلي نه کیږي» او هم د بشر تاریخ ښودلې ده چي په زور تر یوه وخته پوري حکومت کېدلای سي خو په نړۍ کي هیڅ ډول استبدادي او ظالم نظام د خلکو د مخالفت، قهر او مقاومت په مخ کي ټینګ سوی نه دی، ستاسي نظام هم د تاریخ له عام حکم څخه مستثنې کېدلای نه سي. تاسي له بدخشان څخه تر نیمروز پوري، پر ټول افغانستان باندي تسلط لری. خو زه په یقین سره ویلای سم چي د افغانستان د څلور څلوېښت میلیونو خلکو څخه په سلو کي پنځه نیوي ناراض دي.

داچي ستاسي د زور ظلم د پالیسیو له امله، چي ټول قدرت مو طالب اوملا ته سپارلی او د هیواد په سلهاوزره ماهر کسان مو بېکاره کړي دي او زموږ جنرالان، استادان او پخواني عالي رتبه مامورین په بازارونو کي کراچۍ چلوي او یا فقر او ګدايي ته مجبور سوي دي اودا چي ستاسي په ټولو حکومتي ادارو کي چور او تالان روان دی دا خبري به خو یوې خواته پرېږدو. خو د خلکو اعتراضونو ته په زور جواب ویل بېخي بله موضوع ده. تاسي له خلکو څخه وسلې اخیستلای او د هیواد ټول خلک خلع سلاح کولای سی خو د یو میلیون انسانانو په لاسونو کي د ډبرو او لرګیو سره هټلر هم مقاومت نه سي کولای.

پنځه کلونه کیږي چي د هیواد د نجونو پر مخ مو د ښونځي دروازې تړلي او ښځي مو په وچ زور پر کور کښېنولي دي. د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندول او له عصري تعلیم سره ستاسي د بې پروايي په وجه هیواد تر شلو کلونو زیات شاته لوېدلی او لا به نور هم شاته ولوېږي. تاسي یوازي د نجونو پر مخ د ښونځیو دروازې بندي کړي نه دي بلکه په هرات کي مو د هغوی پر سوله ییزه مظاهره باندي ګولۍ وچلولې. د نجونو پر مظاهره باندي د ګولیو چلول د ټولو بشري، اسلامي او افغاني اصولو په خلاف عمل دی. دا ظالمانه او وحشیانه عمل به مو نه افغانان اونه تاریخ هېر او معاف کړي. ستاسي د امر بالمعروف طالبان په عامو بازارونو کي ښځو ته لاس اچوي، هغوی پوري وهي، ډبوي او موټرونو ته یې په زور پورته کوي. دا نه یوازي د افغاني اصولو او نوامیسو په خلاف عمل دی بلکه د بې غیرتۍ داسي عمل دی چي له هیڅ ډول حکومت او ادارې څخه یې تمه نه کېدله.

تاسي د هیواد شیعه وروڼه، چي نفوس یې ښايي له شپږو تر اوو میلیونو پوري ورسیږي، دومره مجبور کړي او په تکلیف کړي دي چي ملایان او خطیبان یې پر منبرونو باندي ستاسي پر ضد ویناوي کوي او ورته ناست کسان یې د الله اکبر په نارو بدرګه کوي. دا چي هغوی خپلي ویناوي په فیسبوکونو او یوټیوب کي خپروي او ستاسي څخه وېره نه لري دا ستاسي په مقابل کي د هغوی د مقاومت لومړنی پړاو دی. دا خلک یوه ورځ عملي اقدام ته لاس اچوي او خدای تر اوسه پوري داسي قدرت نه دی پیدا کړی چي د مذهبي جذبی په مقابل کي ځان ټینګ کړي. لکه څرنګه چي ستاسي ملایان او مذهبي عالمان شیعه ته کافر وايی؛ د هغوی په معتبرو مذهبي کتابونو کي سني ته کافر ویل کیږي. خودې دواړو مذهبي فرقو په دې هیواد کي له پېړیو راهیسي د یوه بل په څنګ کي په بشپړي کرارۍ او ورورګلوی ژوند کړی دی اوتاسي، په خپلو جابرانه پالیسیو، زموږ له هیواد څخه د کرارۍ دغه کمبله ټولوی او زموږ هیواد په وچ زور، خدای مه کړه، د داخلي جنګ لمبو ته اچوی.

تاسي شیعه، تاجیک، اوزبیک، ترکمن او نور اقلیتونه په حکومت کي له هر ‌ډول قدرت څخه محروم کړي دي او کله څرنګه چي هغوی د پښتنو پر حقوقو باندي د تېري کولو حق نه لري تاسي هم د « میم زر ما ټول یې زما» حق نه لری. ټول پوهیږي چي نن ورځ قدرت یوازي د پښتنو د طالبانو نه بلکه د پښتنو د یوه خاص سمت د طالبانو په لاس کي دی او د قدرت دغه ‌ډول مطلق انحصار د ډېر ژور نفرت زېږنده دی.

د هرات وروستیو پیښو وښودل چي تاسي د هر ‌ډول جبر او زور څخه کار اخیستلو ته تیار یاست. خو دا دي تاسي ته معلومه وي چي جبر او وحشت تر قیامته دوام نه سي کولای. لکه د هرات نجونو چي ستاسي د جبر او وحشت پروا ونه کړه یوه ورځ به د هیواد د هر کونج څخه د مقاومت ناره پورته کیږي او ستاسي هر ډول وحشت به یې په مقابل کي عاجز وي.

زه له هغي ورځي څخه وېرېږم چي په ټول هیواد کي به اور بل وي او دوست او دښمن به سره ورک وي. تاسي خو به بیرته پاکستان ته ولاړ سی خو هیواد به داسي اور ته واچوی چي نړۍ به یې تماشه کوي اوکرارول به یې د هیچا په وس پوره نه وي. د افغانستان ټول اقوام له پښتنو سره مخالف اوټول پښتانه به د کندهار دښمنان کړی. لکه څرنګه چي مي یو وخت د مولوي صاحب متوکل په مخکي ستاسي پخواني مشر ملامحمدعمر ته ویلي وه، تاسي ته هم وایم چي موږ پښتانه ستاسي په هیڅ ګټه کي درسره شریک نه یو خوتاوان به مو موږ ټولو ته راپاته وي.

قدرت ستاسي سترګي ړندې کړي او غوږونه کاڼه کړي دي. یوازي هغه وخت به ستاسي سترګي خلاصږي او غوږونه به مو اوري چي له قدرته لوېدلي یاست او هغه وخت به نو هیڅ ګټه نه کوي. تاسي به بیرته سیوري ته سی او هیواد به د اور لمبو ته پرېږدی.

عبدالباري جهاني

Adresse

Kabul
Paris

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Afghanistan افغانستان publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Partager