23/12/2025
نوې اوسپنیزه پټلۍ: افغانستان د ایران او چین ترمنځ د رېل ترانزیت پر محور بدلېږي.
د ایران د رېلپټلۍ عمومي رییس جبارعلي ذاکري ویلي چې له ایرانه چین ته نوې غځېدونکې رېلپټلۍ به د افغانستان د هرات، مزارشریف او واخان له مسیره تېره شي.
هغه زیاته کړې، دغه دهلېز نه یوازې د ختیځې اسیا بازارونو ته د ایران لاسرسی اسانه کوي، بلکې چین ته هم د یوې خوندي رېلپټلۍ مسیر برابروي.
له دې مخکې چین هم اعلان کړی و چې د افغانستان له خاورې د یوې لارې تېرولو لېوالتیا لري، څو د تېلو د لېږد بهیر چټک کړي او پر هغو سمندرې لارو خپله تکیه کمه کړي چې د ځینو هېوادونو له خوا پرې ورته خنډونه جوړېږي..