Zindabad Afghanistan

  • Home
  • Zindabad Afghanistan

Zindabad Afghanistan د پاکستان آنلاین ویزه د افغانانو لپاره

داسې نور داره څیره مو مخکې لیدلي وه کله ؟
03/01/2022

داسې نور داره څیره مو مخکې لیدلي وه کله ؟

پوسټ مخکې شریک کړئ!د پاکستان د انلاین ویزو په اړه څو مهمې نقطې.۱. د پاکستان انلاین نورمال او د مریضي ویزې بلکل مفته یا و...
17/12/2021

پوسټ مخکې شریک کړئ!

د پاکستان د انلاین ویزو په اړه څو مهمې نقطې.

۱. د پاکستان انلاین نورمال او د مریضي ویزې بلکل مفته یا وړیا دي. یعنې هېڅ کوم فیس پرې نه اخیستل کېږي.

۲. هغه کسانو چې ویزو ته یې مخکې اپلای کړې وي او ویزې یې نه وي راغلې، دوی دوه لارې لري.

#الف: انتظار وکړئ تر څو نورمال ویزې شروع شي.

#ب: که په رښتیا مریض وي، خپله ویزه دې کنسل کړي. د ویزې کنسل کېدل وړیا خو یو کړنلاره عملي کول دي. یعنې لومړی به هغه ایمیل ته دننه کېږئ چې تاسو له کوم ایمل نه نوم لیکنه کړې وي. بیا به د (Contact Us) باندې کلک وکړئ، تاسو ته به نوې پاڼه خلاصه شي.
دغه ځای کې لومړی خپل مکمل نوم. بیا ایمیل ادرس او بیا خپله غوښتنه انتخاب کړئ.
لاندې متن کې به لومړی خپله ستونزه ورته ولیکئ چې تاسو څه غواړئ بیا به اخېر کې خپل مکمل نوم سره د (Application ID) نمبر ولیکئ. او ور وې لېږئ.

#د: هغوی چې روغ دي، دوباره د میډیکل ویزې ته نوم لیکنه مه کوئ هغوی پوهېږي چې تاسو مخکې یو ځل خپله ویزه کنسل کړې.

۳. که په رښتیا ناروغان یاست او هم د پاکستان یا افغانستان له معتبرو روغتونونو اسناد او نسخې لرئ تاسو ته ویزې په وړیا ډول په ۳ تر ۷ ورځو کې درکول کېږي.

۴. نورمال ویزې تر اوسه هم د اکټوبر له ۲۱ تاریخ راهیسې چاته نه دي ورکول شوې. یعنې له تېرو ۵۴ ورځو راهیسې.

#نوټ: میډیکل ویزې اوس هم د پاکستان سفارت لخوا د رشوت او پیسو په ورکولو په ۱ تر ۳ ورځو کې اخیستل کېږي چې عام ولس یې بیخي وس نه لري.

دا معلومات مخکې شریک کړئ.

مالومات له

Torkham News_تورخم نیوز

02/12/2021

ویل کیږي چې د ط ا لبانو او ایران ترمنځ په دې خبره جګړې پیل وکه چې یو ایراني سرحدي د یو افغان توهین وکړ

وړکیو بیا کوم ابدالې پیدا شوی ده بس چې لږ تور پنچاب ته هم مخه کړي خوند به وکړي
01/12/2021

وړکیو بیا کوم ابدالې پیدا شوی ده
بس چې لږ تور پنچاب ته هم مخه کړي خوند به وکړي

شکر خدایازمری آذاد شو مبارک مو شه
30/11/2021

شکر خدایا
زمری آذاد شو
مبارک مو شه

دا سړی مې چیرته لیدلی چې دا به څوک وي ؟
22/11/2021

دا سړی مې چیرته لیدلی چې دا به څوک وي ؟

05/11/2021

د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی. مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت ګډ وډ کړي، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي ، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابن پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته خير دی داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی...!

د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..
ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ ، زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!
زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو په څير يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥

څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!

مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوه ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه معلومات نه کيدل , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې له ما سره کيناسته ، ښځې ته مې وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...!

خور مې غلې ناسته وه ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي .... بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم 😥
خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړل يوه تړلې غوټه يې ترې خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، ترې يې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، بيا ترې له څنګ لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!
زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!
راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه الوتلو شوې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه او همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر توئيدلې ....!

چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓

مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥
مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!

د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟

له ليکنې او واقعې هدف دا چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړو ، کور ته په راتګ یې رحمت وګڼو نه بوج او د خپلو ټولو مسلمو حقوقو څخه یې برخمنې کړو، په رب باور وکړئ خویندې لکه فرشتې ورونو ته معصوم زړه او اراده لري نو قدر يې وکړئ!

يادونه: ياده ليکنه مې د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوق په خاطر د يوې وړې واقعې څخه په اخذ ترتيب او وژباړله!

شايد زمونږ په څو تورو د يوې خور احوال واخلئ!

په احترام
ډاکټر شرافت زمان امر

د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوقو په خاطر يې حتمي شئير کړئ!
ⓒ Sharafat Zaman Amar

افغان لوبغاړي له باډي لینګویج نه مالومیدل چې پوره جذبې سره یې لوبه نه کوله او بل زمونږ سټرنتھ سپین بولینګ ده خو هلته هم ...
03/11/2021

افغان لوبغاړي له باډي لینګویج نه مالومیدل چې پوره جذبې سره یې لوبه نه کوله او بل زمونږ سټرنتھ سپین بولینګ ده خو هلته هم اوله نه مجیب نده لوبول شوی او بل نبي خپل ۳ اورونه ونکړل او همدارنګه راشد لومړی ځل ده چې مخکې له لسم اوور نه بولینګ ته راځي. دلته که چیرته د IPL لپاره لوبغاړو هندوانو سره کومه جوړجاړی کړئ وي نو لعنت دي وي پردوي او که چیرته د ICC له ویرې چې دې ورلډ کپ نه وروسته به احتمال شته چې افغانستان ټیم ته د لوبیدو اجازه دې لپاره ورنکړي چې ښځینه ټیم لغوه کوي جوړجاړی کړی وي چې د لوبیدو اجازه ورکړي نو دا به ښه پریکړه وي او هیره دې نه وي چې ICC د هند په اختیار کې ده

02/11/2021

سلامونه هېوادوالو !
د پاکستان آنلاین ویزه له پرون ۲ نومبر نه وړیا شوې ده پام چې څوک درنه زیاتې پیسې وانخلي .
مننه دا پوسټ شریک کړئ چې ټول هېوادوال مو خبر شي

27/10/2021

ملي سرود شروع وو نبي جان وژړل
Mili Suriod Shoro wo Nabi Jan Wazharal

محمد نبي پښتو سندره
Mohammad Nabi Pashto Song

ښه دې ته اوس څه وایې چې د خولې خوند در خراب کړي
25/10/2021

ښه دې ته اوس څه وایې چې د خولې خوند در خراب کړي

دلته څه ولیکم ؟
25/10/2021

دلته څه ولیکم ؟

د مشر مبارکي هم ومنئ
25/10/2021

د مشر مبارکي هم ومنئ

25/10/2021

زمونږ شهزاد لالا وایي چې زما ښکلا طبعي ده او ټولې جینکۍ راته وایي چې ته ډېر Cute یې

یاره چې تور سکاره هم شې خو د افغانانو د زړه سر یې

دالخورو همداسې مو لاندې غواړو
25/10/2021

دالخورو همداسې مو لاندې غواړو

ګل خانانو پښې په رپیدو شوې ان شاءالله د خداې په زور به یې ماتو29 تاریخ ته مو سترګې په لار دي
25/10/2021

ګل خانانو پښې په رپیدو شوې ان شاءالله د خداې په زور به یې ماتو
29 تاریخ ته مو سترګې په لار دي

ان شاءالله تر آخره به دې لیست کې بل څوک نه پریږدو
25/10/2021

ان شاءالله تر آخره به دې لیست کې بل څوک نه پریږدو

ان شاءالله هر څه به شم شي اتلهتاسې دې راته ژوندي یېمکوې کنجوسي ورکړئ زړونه
25/10/2021

ان شاءالله هر څه به شم شي اتله
تاسې دې راته ژوندي یې

مکوې کنجوسي ورکړئ زړونه

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zindabad Afghanistan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Travel Agency?

Share