04/01/2021
د اریانا تمدن:
پخوانی اریانا ننی افغانستان له میلاد څخه له دریو تر دوو زرو کاله مخکې د کرنې او اوبو لګولو ښه سیستم او له وګړو څخه ډک ښارونه درلودل. له میلاد څخه مخکی په لومړنیو زرو کلونو په ترڅ کی لاسی صنایع، مسکوکات، طب، نجوم ټوکرانو اوبدل او فلز کاري هم درلوده او دنړۍ تمدنونو کې یې پنځم ځای خپل کړی وو.
هغه کسانو چې کابو دوه زره او پنځه سوه کاله پخوا تر میلاده په لرغونی افغانستان کی میشت شوی وو ځانته آرین ویل، آرین د ښو خویونو خاوندان او یا اصیلو وګړو معنا لري.
د لومړنیو ځایونو په اړه لا ډاډمن معلومات نشته، خو دا څرګنده شوې ده چې افغانستان ته د سېر دریا او امو سیند له شمالی لوری را تیر شوی دي، د اریایی پېر د لومړي مدنیت بنسټ یی کېښود او خپل ټاټوبی یی اریانا (بلخ)نومولی دی.
آریایانو خپل اوسیدو سیمو ته (اریانا ویجه)یا(اریاناورشو )
ویله.
په ویدی سرودونو کې الینا په نامه قبیله یاده شوې ده چې اوسنۍ الینګار اوسیدونکي وو. د بولان اوسیدونکي یې بهالانه په نامه یادکړي دي.
په ویدي سرودونو کې د هغه سیمو نومونه هم شته چې د آریایانو واک لاندې وو دبیلګې په توګه : هریوا (هرات)هیراواتي(دهراوت) بلهیکه (بلخ) او داسې نور یادولای شو.
هغو اریایانو چې د هندوکش غر دواړو خواوو ته میشت پاتې شول په لرغونی افغانستان کې دوو آریایي مدنیتونه (ویدي مدنیت او اوستایي مدنیت)یو په بل پسې کېښودلې چې په راتلونکو پوسټونو کې به د نوموړې مدنیت په اړه معلومات تر لاسه کړی.
نوټ: ویدي سرودونه د اریایانو په اړه تر ټولو لومړني او باوري اخځونه او منابع دي.