23/08/2026
راځئ، طبیعت ته لاړ شو! 🌄
د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د یو ورځني سیاحتي سفر نوښت پیل کوو. 🌿
که مو زړه غواړي چې تازه هوا تنفس کړئ، د طبیعت له ښکلاوو خوند واخلئ، شنې درې او غرونه ووینئ، د روانو اوبو غږ واورئ او له ورځني ژوند څخه دمه واخلئ؛ نو دا سفر ستاسو لپاره دی. 💚
زموږ سفر به د جلالاباد ښار څخه پیلېږي او د طبیعت په زړه کې د دری نور شنې درې، اتران تر ښکلو سیمو پورې به وي؛ څو یوه ورځ د طبیعت په ارامه او زړه راښکونکې فضا کې تېره کړو.
📅 سپټمبر ۱۱مه – جمعه
🚐 حرکت: جلالاباد ښار
🏔️ مقصد: درې نور شنه دره – اتران
له موږ سره مل شئ؛ شاید همدا یوه ورځ ستاسو د ډېرو ستړیاوو علاج وي! 🌿❤️@@@@