07/07/2026
ِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېری خواشینۍ او ژور خپګان مې د ګران شاپور ځدراڼ د مړینې خبر تر لاسه کړ.
شاپور ځدراڼ زموږ له منځه ولاړ، خو د هغه نېک اخلاق، پاکه سینه او ښې خاطرې به تل زموږ په زړونو کې ژوندۍ وي. د هغه مړینه ستره ضایعه ده.
الله تعالی دې یې ټولې نیمګړتیاوې وبښي، جنت الفردوس دې ور په نصیب کړي، او درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو خواخوږو ته دې صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي.