Nuristan/نورستان

Nuristan/نورستان National park of Afghanistan

19/09/2026

له ښارونو او شور څخه لرې، د لوړو غرونو په منځ کې د طبیعت له رنګونو سره یو ارام او ساده ژوند #نورستان
#الطبيعة

17/09/2026

د نورستان وايګل ولسوالۍ کې سختې او ناڅاپي ږلۍ ورښت خلکو ته زیانونه اړولي
Video by : د نورستان ښکلا The beauty of nuristan
#نورستان

16/09/2026

د کونړ–نورستان عمومي لار جدي تعقیب ته اړتیا لري!
دا موضوع بايد په جديت سره وڅېړل شي او د دې میلیونونو افغانیو ملي پروژې کیفیت په کلکه وڅارل شي، څو ملي پانګونه د کم‌کیفیته کار له امله ضایع نه شي.
د فساد او کم‌کیفیته کار مخنیوی د هر هېوادوال ملي مسوولیت دی.
ويډيو : Musa shami

#نورستان

د میلیونونو افغانیو پروژه؛ نن یې کیفیت وڅارئ، سبا به ناوخته وي!(د غرونو بهېدونکې اوبه او کم‌کیفیته کار؛ دوه جدي ګواښونه)...
16/09/2026

د میلیونونو افغانیو پروژه؛ نن یې کیفیت وڅارئ، سبا به ناوخته وي!
(د غرونو بهېدونکې اوبه او کم‌کیفیته کار؛ دوه جدي ګواښونه)
د کونړ-نورستان د عمومي لارې د قیرکارۍ پیل د ولسونو هغه اوږدمهاله هیله ده چې اوس د پوره کېدو په حال کې ده؛ خو د دې سترې ملي پروژې د بریالیتوب لپاره یوازې قیر اچول بسنه نه کوي، بلکې کیفیت، مسلکي تطبیق او د سړک د راتلونکي خوندیتوب باید هم جدي ونیول شي. د سړک په یوه خوا کې سیند او په بله خوا کې غرونه دي؛ له همدې امله د غرونو له لمنو راکوزېدونکو اوبو د سړک پر لور د راتګ د مخنیوي لپاره باید استنادي دېوالونه، د اوبو د تېرېدو مناسبې لارې او نور اړین حفاظتي تدابیر جوړ شي، څو بارانونه، واورې او سېلابي اوبه په راتلونکي کې سړک تخریب نه کړي. اړوند مسوولین باید د دې ملي پروژې ټول پړاوونه په جدي او دوامداره توګه وڅاري او د هر ډول کم‌کیفیته کار مخه ونیسي. په ځانګړي ډول، د خلکو له لوري خپاره شوي ځینې عکسونه او ویډیوګانې د کارول شوي سمنټ د کیفیت په اړه اندېښنې راولاړوي، ځکه په ځینو کې سمنټ په اسانۍ د لاس په ګوتو سره ماتیږي او خاوره کېږي. دا د میلیونونو افغانیو ملي پانګونه ده؛ هر ډول بې‌پامي او کم‌کیفیته کار کولی شي دا ستره پروژه ډېر ژر بېرته د پخواني حالت پر لور بوځي او ملي شتمني په هدر بدله کړي.

د غرونو په غېږ کې روزل شوی پهلوان؛ بلال نورستانی🤼غېږ نیونه په نورستان کې له پخوا راهیسې دود شوې سیمه‌ییزه لوبه ده، چې هر...
16/09/2026

د غرونو په غېږ کې روزل شوی پهلوان؛ بلال نورستانی🤼
غېږ نیونه په نورستان کې له پخوا راهیسې دود شوې سیمه‌ییزه لوبه ده، چې هر کال د نورستان په بېلابېلو سیمو کې د لویو او وړو کلیوالي سیالیو په کچه ترسره کېږي. د دې غرني وطن سخته جغرافیه، یخه هوا او له طبیعت سره تړلی ژوند د خلکو بدنونه پیاوړي روزلي دي. مالداري، شیدې، پنیر او غوړي د دوی د دودیز خوراک برخه ده، خو د دوی د غښتلتیا تر ټولو ستر ښوونکی همدا سخت غرنی ژوند دی؛ هغه ژوند چې زغم، مېړانه او زړه‌ورتیا غواړي. پهلوان بلال نورستانی د همدې غرونو له غېږ څخه راټوکېدلی د غېږ نیونې له ځوانو او پیاوړو لوبغاړو څخه دی.

15/09/2026

نورستان؛ چیرته چې د غرونو لوړې څوکې له وريځو سره خبرې کوي، او طبیعت خپله جادويي ښکلا نندارې ته وړاندې کوي.
#نورستان #الطبيعة

14/09/2026

12/09/2026

له شور او ګڼه‌ګوڼې لرې؛ د غرونو په غېږ کې د سکون یو بل جهان - ښکلی نورستان 🌹
#نورستان #الطبيعة

10/09/2026

نورستان؛ د جنتي طبیعت، لرغوني تاریخ، ځانګړي کلتور او داسې خلکو وطن چې د غرونو له سختۍ یې د ژوند او عزم ځواک زده کړی دی. ❤️🏔️
#نورستان

ماشاءالله، د نورستان په غرونو کې د پرمختګ نښې ورځ تر بلې ډېرېږي! 🏔️🛣️ تازه انځور ❤️ #نورستان
09/09/2026

ماشاءالله، د نورستان په غرونو کې د پرمختګ نښې ورځ تر بلې ډېرېږي! 🏔️🛣️ تازه انځور ❤️
#نورستان

Address

Paroon
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nuristan/نورستان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share