Zamin Dawar Group Rahimzai Travel & Tour زمینداور ګروپ رحیم زی سیاحتی شرکت

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Zamin Dawar Group Rahimzai Travel & Tour زمینداور ګروپ رحیم زی سیاحتی شرکت

Zamin Dawar Group Rahimzai Travel & Tour  زمینداور ګروپ رحیم زی سیاحتی شرکت Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zamin Dawar Group Rahimzai Travel & Tour زمینداور ګروپ رحیم زی سیاحتی شرکت, Travel Company, Homadi market Kotaisangi, Kabul.

Providing Hajj Umrah and Dubai Visa services, booking national and international flights ticket,
Providing special services for Afghan pilgrims in Makah and Madinah

د زمینداور ګروپ رحیم زي سیاحتي شرکت سره د عمرې غوره او راحت سفر تر سره کړئ .ستاسو رضایت زمونږ کامیابي د عمری حج ثبت نام ...
17/05/2026

د زمینداور ګروپ رحیم زي سیاحتي شرکت سره د عمرې غوره او راحت سفر تر سره کړئ .
ستاسو رضایت زمونږ کامیابي
د عمری حج ثبت نام جریان لري

24/03/2026

الحمدالله! هماغسې وشول!
بیا هم مبارک شه، مسافرو وروڼو!
نقل مالومات بې له کوم خنډ او ځنډ پیل شو.
لاندې رسمي خبرتیا ته په کتو سره هماغسې عمل وکړئ لکه څنګه مې چې ویلي وو. مننه!
وارث خان هوتک”
👇👇👇
تازه!
په سعودي کې د افغانستان رسمي خبرتیا!

په سعودي عربستان کې مېشت افغان وګړو ته خبر ورکول کیږي چې په ریاض کې د افغان سفارت د هڅو په پایله او د سعودي عربستان شاهي هېواد د همکاریو په دوام له راتلونکې دوشنبه ۳۰/مارچ/۲۰۲۶ میلادي کال چې ۱۱/شوال/۱۴۴۷ هجري قمري نېټې سره سمون خوري، د سعودي عربستان جوازاتو ادارو کې د افغان سفارت له خوا د نقل معلومات پروسه پیل کیږي.

د نقل معلوماتو پروسې لپاره لاندې ټکي په نظر کې وساتئ!
• د سفارت په ویب سایټ کې په خپل نوم د حساب جوړول.
• د نقل معلوماتو ځانګړي فورم ډکول.
• افغان او پاکستاني پاسپورت باید نوم، د پلار نوم، تاریخ تولد کې فرق ونه لري.
• د اړین اسنادو لکه پاسپورټ، تذکره او اقامې کاپي پورته کول.
• سفارت ته د مراجعې لپاره د سستم له لارې د وخت اخیستل.

لومړی نوبت واخلئ!
تر هر څه وړاندې باید د سفارت د ویب سایټ له لارې نوبت (موعد) واخیستل شي. د موعد له ټاکنې وروسته د لیکلي پیغام په توګه ستاسې ثبت شوې شمېرې ته لیږل کیږي، لطفا له نوبت اخیستلو پرته سفارت ته د راتللو زحمت مه باسئ.
د ویب سایټ ادرس دادی: afgembassy.net

لاندې ټول اسناد راوړئ!
ددې لپاره چې د نقل معلومات ترڅنګ د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو چارې مو په یو ځای ترسره شي نو سفارت ته د مراجعې په وخت لاندې ټول اسناد له ځان سره راوړل اړین دي، که اسناد نیمګړي وي نو ستاسې کار نه شي ترسره کیدلای.
1. د نقل معلوماتو د ځانګړی فورم پرنټ.
2. د تثبیت هویت لپاره د دوه تنه شاهدانو عکسونه او د تذکرو کاپيانې یې.
3. په جوازاتو کې د ګوتو نښان (بصمه) درلودل.
4. له ابشر څخه (خلو سوابق) د عدم مسولیت جرمي سند.
5. اصل پاکستانی پاسپورټ، چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
6. ستاسې د پاکستاني پاسپورټ، اقامې او ویزې درې درې کاپیاني.
7. ستاسې د تذکرې دوه عدد کاپیاني.
8. اووه دانې د پاسپورت سایز( 4X5) عکسونه، چې شاته پرده یې سپینه وي او فوټوشاپ شوی نه وي.
9. د جوازونو ابشر پرنټ.
10. عنوان الوطني (د استوګن ادرس )

نوټ:
هغه هېوادوال چې له پخوا د پاکستاني پاسپورت سره یوشان افغانی پاسپورټ لري، کولای شي له نوبت اخیستلو ورسته سفارت ته مراجعه وکړي، او د مراجعې په وخت باید لاندې ذکر شوي اسناد له ځانه سره ولري:
1. اصلي پاکستاني پاسپورټ چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
2. د پاسپورټ او ویزې کاپي.
3. اصلي افغانی پاسپورټ چې د پاکستاني پاسپورټ سره ورته وي او کاپي یې.
4. اصل اقامه او کاپي یې.
5. عدم مسولیت جرمي سند (خلو سوابق) له ابشر
6. اووه دانې( 4X5) سایز عکسونه، چې د عکس شاته پرده سپینه وي او فوټوشاپ نه وي.
7. د ابشر پرنټ
8. عنوان الوطني ( د استوګن ادرس )
د یادونې وړ ده چې د افغان او پاکستاني پاسپورټ لرونکي مراجعین کولای شي چې دواړه پاسپورټونه او ورسره اړوند نور اسناد په جده کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ له لارې هم د نقل معلوماتو پروسې ته وړاندې کړي.

نوټ:
هغه هېوادوال چې لاندې ستونزي ولري، لومړی باید پورته یاد شوي ستونزې حل کړي له هغه وروسته دې د نقل معلوماتو پروسې لپاره نوم لیکنه وکړي.
1- ترافیکي جریمې (مخالفات مروری) لري.
2- بلاغ هروب.
3- ایقاف خدمات.
4- نوم یې بدل کړی وي، عمر یې اقامه او پاسپورټ کې فرق لري او یا یې هم د افغاني پاسپورټ شمېره د جوازاتو په سیستم کې پورته کړی وي.
۵- اقامه یې له وخته تېره وي.
۶- لومړی پاکستانۍ پاسپورټ چې د سعودي عربستان د دخول ویزه په کې وي، لا درکه شوی وي باید له ځانه سره د ورک شوي پاسپورټ سند ( بلاغ فقدان الجواز )، کوم چې د جوازاتو له ادارې صادر کیږي، ولري.

درانښت
په ریاض کې د افغانستان سفارت

----------------------------------------------------------

خبر خوش

سفارت کبرای افغانستان در عربستان سعودی با کمال احترام به اطلاع تمامی هموطنان عزیز مقیم عربستان سعودی می‌ رساند که در نتیجه تلاش‌های رهبری سفارت، دولت پادشاهی عربستان سعودی در ادامه همکاری‌ های خود با هموطنان أفغان مقیم عربستان سعودی، تعهد خویش را برای آغاز روند نقل معلومات مجدداً اعلام نموده است. قرار است کار عملی این پروسه روز دوشنبه مورخ ۳۰-مارچ-۲۰۲۶ مطابق ۱۱-شوال-۱۴۴۷ از طریق سفارت افغانستان در ادارات جوازات عربستان سعودی آغاز گردد.
قابل یاد آوری است که این پروسه بر اساس نوبت متقاضیان پیش برده می ‌شود؛ بناءً تمامی هموطنانیکه خواهان ثبت ‌نام برای پروسه نقل معلومات می ‌باشند، می ‌توانند از طریق ویب‌ سایت سفارت برای این پروسه ثبت‌ نام نمایند.

نقاط مهم مورد نظر داشته باشید:
1. ایجاد حساب کاربری به نام خود در ویب‌ سایت سفارت.
2. خانه ‌پری فورم ‌های پاسپورت، جوازات و تثبیت هویت.
3. آپلود نمودن کاپی اسناد ضروری مانند پاسپورت، تذکره و أقامه.
4. انتخاب وقت مناسب برای مراجعه به سفارت.
ویب ‌سایت سفارت: afgembassy.net

پس از انتخاب وقت، زمان مراجعه به صورت پیام نوشتاری به شماره ثبت‌ شده متقاضی ارسال میگردد تا مطابق وقت تعیین‌ شده به سفارت مراجعه نمایند.

نیازمندیهای پروسه:
متقاضیان مکلف ‌اند هنگام مراجعه به سفارت جهت اجرای نقل معلومات و دریافت پاسپورت جدید افغان، اسناد ذیل را با خود داشته باشند تا هر دو پروسه (صدور پاسپورت جدید و نقل معلومات) به‌ طور هم ‌زمان انجام گردد:
• پرنت فورم‌ های پاسپورت، جوازات و تثبیت هویت.
• کاپی تذکره دو تن شهود از هموطنان برای تثبیت هویت + عکس شهود.
• ثبت نشان انگشت (بصمه) در جوازات.
• سند عدم مسئولیت جرمی از ابشر (خلو سوابق).
• پاسپورت اصلی پاکستانی دارای ویزای دخول + اقامه اصلی.
• سه کاپی از پاسپورت پاکستانی و أقامه.
• دو کاپی تذکره.
• هفت قطعه عکس 4×5 بدون فوتوشاپ با پرده سفید.
• پرنت ابشر جوازات.
• عنوان الوطني ( ادرس سکونت )

نوت:
آنعده از هموطنانیکه از قبل پاسپورت افغانی مطابق با پاسپورت پاکستانی دارند، می‌ توانند پس از گرفتن نوبت از طریق ویب ‌سایت، برای نقل معلومات به سفارت مراجعه نمایند. هنگام مراجعه، داشتن اسناد ذیل الزامی می‌ باشد:
1. پاسپورت اصلی پاکستانی که ویزه ورود به عربستان سعودی را داشته باشد + کاپی پاسپورت و ویزه.
2. پاسپورت اصلی افغانی که با پاسپورت پاکستانی مطابقت داشته باشد + کاپی.
3. اصل اقامه + کاپی.
4. سند عدم مسئولیت جرمی (خلو سوابق) از ابشر.
5. 5 قطعه عکس 4×5 بدون فوتوشاپ با پرده سفید.
6. پرنت ابشر.
مراجعین فوق الذکر که واجد شرایط فوق باشند، متوانند از طریق جنرال قونسلګري افغانستان مقیم جده برای پروسه نقل معلومات با پاسپورت های افغان و پاکستاني خویش و سائر اسناد مورد نیاز مراجعه نمایند.

نوت:
1. جریمه‌ های ترافیکی (مخالفات مروری) دارند.
2. بلاغ هروب دارند.
3. ایقاف خدمات دارند.
4. نام‌ شان تغییر کرده باشد، یا سن ‌شان در اقامه و پاسپورت تفاوت داشته باشد، و یا هم شماره پاسپورت افغانی ‌شان در سیستم جوازات ثبت شده باشد.
5. پاسپورت پاکستانی که دارای ویزه دخول عربستان سعودی میباشد مفقود گردیده باشد، باید سند مفقودی پاسپورت مذکوره (بلاغ فقدان جواز) که از اداره جوازات صادر میگردد، با خود داشته باشند.
6. اقامه از وقت تیر شده باشد.
قبل از اخذ موعد باید مشکلات فوق را حل نموده و سپس برای پروسه نقل معلومات ثبت ‌نام نمایند.

قابل تذکر است که بدون اخذ موعد از طریق ویب سایت، مراجعین محترم از حضور ایشان به سفارت جدا خود داری نمایند.

با احترام
سفارت افغانستان مقیم ریاض

https://afgembassy.net/

24/03/2026
زمينداور گروپ رحیم زی سیاحتی شرکت د وطنوالو لپاره په روژه کی د عمری غوره خدمتونه په مناسب لګښت سره وړاندی کوی .ادرس مرکز...
19/02/2026

زمينداور گروپ رحیم زی سیاحتی شرکت د وطنوالو لپاره په روژه کی د عمری غوره خدمتونه په مناسب لګښت سره وړاندی کوی .

ادرس مرکزی دفتر: کابل کوته سنګی همادی مارکیت زمینداور
ګروپ .

واتساپ ۰۰۹۳۷۷۰۳۷۴۵۱۶

10/02/2026

د عمرې او حرمین شریفین د سفر لپاره زما څو مهمې تجربې:
١. که غواړئ د مسجدالحرام په لاندیني صحن (متاف) کې لمونځ وکړئ، لږ تر لږه یو ساعت مخکې حرم ته لاړ شئ.
​٢. ټول اړین درمل له خپل هېواده له ځان سره واخلئ؛ ځکه هلته درمل خورا ګران دي.
​٣. په مکه معظمه کې د زمزم اوبه ډېرې وڅښئ. د رسول الله ﷺ سنت دي چې انسان دومره اوبه وڅښي ترڅو بشپړ موړ (سیر) شي (د «تضلُّع» حد ته ورسېږي) او دا ډېرې ګټې لري.
​٤. له سهار لمانځه (فجر) وروسته صحن ته لاړ شئ؛ په تسبیح او استغفار سره نفل طوافونه وکړئ، تر لمر ختلو پورې قرآن کریم تلاوت کړئ او کعبې شریفې ته ګورئ (کعبې ته کتل عبادت دی). له بې‌ځایه خبرو ډډه وکړئ، تر لمر ختلو وروسته دوه رکعته لمونځ وکړئ او بیا له حرمه ووځئ.
​٥. موبایل تل له موږ سره وي، خو عمره په اسانۍ په لاس ته نه راځي؛ خپل وخت په عبادت تېر کړئ او ځان په عکسونو او موبایل مه مصروفوئ.
​٦. په مسجدالحرام کې یو لمونځ د سلو زرو لمونځونو برابر دی؛ نو هلته نفلونه او حتی خپل قضا لمونځونه ډېر ادا کړئ.
​٧. هڅه وکړئ تر هر لمانځه وروسته د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړئ.
​٨. د امام قرائت ته پام کوئ؛ که په تلاوت کې د سجدې آیت راغی، دقت وکړئ چې په لمانځه کې تېروتنه درڅخه ونه شي. (که څوک پوه نه شو او د تلاوت سجده ترې پاتې شوه، لمونځ یې سم دی).
​٩. په مدینه منوره کې په مسجدِ قُبا کې دوه رکعته لمونځ د یوې عمرې ثواب لري. (د ۳۰۹ نمبر دروازې ترڅنګ واړه موټر په ۱۰ ریاله کرایه تاسو هلته بیايي).
​١٠. د رسول الله ﷺ د روضهٔ مبارکې د زیارت لپاره باید د «نسک» (Nusuk) اپلیکیشن له لارې نوبت واخلئ.
​١١. له ځان سره د تشناب لپاره یو پلاستیکي کاور (پوښ) ولرئ.
​١٢. هره شپه، تر سپېدې چاودو یو ساعت مخکې (د شپې په وروستۍ برخه کې)، د تهجد لمونځ (قیام اللیل) کوئ.
​١٣. د پنځه وخته لمونځونو پر ۱۲ رکعته مؤکدو سنتو پابندي وکړئ (دا په جنت کې د کور جوړېدو سبب ګرځي): ۲ رکعته تر فجر مخکې، ۴ رکعته تر ظهر مخکې او ۲ رکعته وروسته، ۲ رکعته تر مغرب وروسته او ۲ رکعته تر عشاء وروسته.
​١٤. له خپل هېواده لږ بسکوېټ او خواږه وېسئ ترڅو یې د حرم په ماشومانو ووېشئ.
​١٥. د حرم له ساتونکو (شرطو) سره بحث مه کوئ؛ که یې درته وویل چې "پاڅېږه"، بې له جنجاله یې خبره ومنئ.
​١٦. د جمعې په ورځ ډېره ګڼه ګوڼه وي؛ لږ تر لږه ۴ ساعته مخکې حرم ته لاړ شئ.
​١٧. د برېښنا یو سې‌شاخه (Three-pin plug) له ځان سره ولرئ.
​١٨. بې‌بویه صابون یا د ګلیسرین صابون له ځان سره یوسئ او ویې کاروئ.
​١٩. هوایي ډګر ته تر تګ وړاندې په هوټل کې خپل بکسونه وتلئ. ډېر کالي مه وړئ.
​٢٠. د ساعت په برج (Clock Tower) کې د لمانځه لپاره: نهمه طبقه د سړیو او لسمه د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده.
​٢١. نفل طواف (د کعبې ګرد چاپېره ۷ ځله ګرځېدل) مستحب دی او خورا لوی ثواب لري.
​٢٢. خپل وخت په بازارونو او سوداګانو کې مه ضایع کوئ.
​٢٣. که غواړئ په رېل ګاډي (قطار حرمین) کې سفر وکړئ، لږ تر لږه یو ساعت مخکې سټېشن ته حاضر شئ.
​٢٤. تر عمرې وروسته د وېښتانو د کمولو لپاره د حرم د دروازو په څنګ کې دا کار مه کوئ؛ بلکې، بیرون سلماني ته، هوټل یا نږدې تشنابونو ته لاړ شئ.
​٢٥. که شرعي فتوا غواړئ: د فجر تر لمانځه وروسته د ۷۹ نمبر دروازې ته نږدې علماء ناست وي، یا د ۸۵ تر ۹۰ نمبر دروازو پورې له نصب شویو ټیلیفونونو ګټه واخلئ.
​٢٦. د وړیا قرآن کریم د ترلاسه کولو لپاره، د ساعت برج دویمې طبقې ته، د «حفاوة» ټولنې ته ورشئ.
​٢٧. که سعودي سیمکارت غواړئ، د الصفوه هوټل ته نږدې د STC شرکت سیمکارت واخلئ (په ۴۰ ریاله، ۱۲۰ دقیقې اړیکې او ۲۰ جي‌بي انټرنیټ).
​٢٨. که مېرمنو ته د عمرې پر مهال میاشتنی عذر پېښېږي، د ډاکټر په مشوره درمل کارولی شي. (حتماً د ډاکټر لارښوونه په دقت عملي کړئ).
​٢٩. مېرمنې دې د سینګار او زینت موضوع ته پام وکړي؛ له رانجو، رېملو او جلبوونکو ګاڼو دې ډډه وکړي.
​٣٠. حجر الاسود ته د رسېدو لپاره ګڼه ګوڼه کول مکروه دي؛ یا یې ښکل کړئ، یا یې لمس کړئ او یا ورته یوازې اشاره وکړئ؛ د درې واړو ثواب یو دی.
​٣١. له ځان سره لږ خوراکي توکي ولرئ؛ زه پخپله پښېمانه شوم چې ولې مې نه وو راوړي.
​٣٢. یو مارکر قلم ولرئ چې راتګ وخت کې د زمزم په کارتن خپل نوم پرې ولیکئ.
​٣٣. ورځني روغتیايي توکي او دستمالونه له ځان سره ولرئ.
​٣٤. له «تنعیم» څخه د احرام تړلو لپاره، تر حمامونو وروسته ۹ نمبر موټرونه شتون لري؛ که څو کسان شئ، موټر په ۳۰ ریاله کرایه ځي.
​٣٥. خپلې ټولې پیسې له ځان سره مه ګرځوئ؛ د اړتیا وړ درسره وګرځوئ.
​٣٦. مېرمنې باید اوږدې جرابې په پښو کړي.
​٣٧. صدقه ډېره کوئ: خوراک، قرآن کریم (له همغه ځایه اخیستل شوی)، چوکۍ، تسبیح، جای نماز، خرما او داسې نور...
​٣٨. د کعبې صحن ته نږدې دروازې: ۷۹ نمبر، باب‌السلام، ۹۱ او ۹۲ نمبر. ۸۴ نمبر دروازه بام ته د تګ لپاره ده.
​٣٩. تر ټولو ارزانه بازارونه: د جبل عرفات بازار او د «عتیبیه» سیمه ده.
​٤٠. که څوک ناروغ شو، د ۳ نمبر تشنابونو څنګ ته، د الصفوه برجونو ته نږدې، د «اجیاد» روغتون د عمرې د ویزې لرونکو لپاره بیړني خدمات وړیا وړاندې کوي.
​٤١. که مېرمن یاست او غواړئ په صحن کې کېنئ او څوک مو پورته نه کړي، د ملک عبدالله دروازې ته نږدې (چې د ښځو ځانګړې برخه ده) لاړ شئ.
​٤٢. واکسین خورا مهم دی؛ ځکه هلته ډېری خلک ناروغان وي او ناروغي ژر انتقالېږي.
​٤٣. تر سفر وړاندې حتماً د عمرې د احکامو او ممنوعاتو په اړه ډېره مطالعه وکړئ.
​ مهمه یادونه:
که مو متاف کې په ځمکه پیسې، تسبیح، ساعت یا بل هر څه پراته ولیدل، پورته یې نه کړئ (هلته یې پرېږدئ).
​په هوایي ډګر کې له ناپېژاندو کسانو سره خبرې مه کوئ او هېڅکله د چا بار د کومک په نوم له ځان سره مه لېږدوئ.
​🤍 حج او عمره مو قبوله شه.
هیله ده په خپلو دعاوو کې مو ما وېسا یاد وساتئ. 🤲

اتحاد ائیرلاین خپلی الوتنی کابل ته پیلوي!Salaam Kabul! ✈️Starting 18 December 2025, we’re launching flights to Afghanist...
10/10/2025

اتحاد ائیرلاین خپلی الوتنی کابل ته پیلوي!

Salaam Kabul! ✈️
Starting 18 December 2025, we’re launching flights to Afghanistan’s vibrant capital - Kabul. Reconnect with family, community and culture, and enjoy seamless connections through Abu Dhabi to the GCC, Europe, Australia and North America. Fly direct on board our Etihad A320, featuring Business and Economy cabins designed for comfort. Book now at etihad.com

سلام کابل! ✈️
د 2025 کال د دسمبر په 18، موږ د افغانستان متحرک پلازمینې - کابل ته الوتنې پیل کوو. له کورنۍ، ټولنې او کلتور سره وصل شئ، او د ابوظبي له لارې له GCC، اروپا، آسټرالیا او شمالي امریکا سره د بې سیمه اړیکو څخه خوند واخلئ. زموږ په Etihad A320 کې مستقیم الوتنه وکړئ، د سوداګرۍ او اقتصاد کیبنونه د آرامۍ لپاره ډیزاین شوي. همدا اوس په etihad.com کې بک وکړئ

سلام كابول! ✈️ ابتداءً من 18 ديسمبر 2025، نُطلق رحلاتنا إلى عاصمة أفغانستان النابضة بالحياة - كابول. جددوا التواصل مع العائلة، والمجتمع، وثقافة هذه الوجهة العريقة، واستمتعوا برحلات تربط بينكم وبين أبوظبي، الخليج العربي، أوروبا، أستراليا، وأمريكا الشمالية. سافروا مباشرة على متن طائرة الاتحاد A320، واستمتعوا بتجربة استثنائية على درجة الأعمال والدرجة السياحية. احجزوا عبر etihad.com

Book your next flight with Etihad Airways. Travel to worldwide destinations and look forward to a premium travel experience with Etihad Airways.

د رحیم زي سیاحتي شرکت سره د عمرې غوره او راحت سفر تر سره کړﺉ
20/09/2025

د رحیم زي سیاحتي شرکت سره د عمرې غوره او راحت سفر تر سره کړﺉ

✨ خدمات ویژه حج و عمره ✨شرکت سیاحتی و زیارتی رحیم زی سیاحتي شرکت Rahimzai Travel &Tours  با ۱۴ سال‌ تجربه در خدمت معتمری...
26/08/2025

✨ خدمات ویژه حج و عمره ✨

شرکت سیاحتی و زیارتی رحیم زی سیاحتي شرکت Rahimzai Travel &Tours با ۱۴ سال‌ تجربه در خدمت معتمرین گرامی، بهترین و مطمئن‌ترین خدمات حج و عمره را برای شما فراهم می‌سازد:

✅ ثبت‌نام سریع و آسان
✅ اخذ ویزای رسمی حج و عمره
✅ تکت رفت و برگشت با بهترین خطوط هوایی کامیر و آریا نا افغان
✅ هتل‌های مجهز و نزدیک به حرمین شریفین
✅ ترانسپورت راحت و منظم
✅ استاد رهنما

🌙 هدف ما، فراهم ساختن سفری آرام، مطمئن و معنوی برای شماست تا در مکه مکرمه و مدینه منوره، لحظاتی ناب از بندگی و دعا را تجربه نمایید.
رضایت شما کامیابی ما است.
تخفيف ویژه به شرکت‌های سیاحتی در نظر داریم

برای معلومات بیشتر لطفا به دفتر ما در در شهر کابل کوته سنگی همادی مارکیت منزل دوم دوکان نمبر ۱۳۵/١٣٤ مراجعه نمائید.

د زمینداور ګروپ رحیم زي سیاحتي شرکت سره د عمرې غوره او راحت سفر تر سره کړی دتیر په څیر غوره خدامات زمونږ سره تجربه کړی د...
18/08/2025

د زمینداور ګروپ رحیم زي سیاحتي شرکت سره د عمرې غوره او راحت سفر تر سره کړی
دتیر په څیر غوره خدامات زمونږ سره تجربه کړی
د ۱۵،۲۱،۲۸ ورځني خدامات ستاسو لپاره وړاندي کوو
او همدارنګه د دريو میاشتو ویزه هم د ګرانو هیواد والو لپاره چمتو کوو بیړه وکړی دا غوره فرصت له لاسه مه
ورکوی
ادرس: کابل کوته سنګي همادي مارکیت دوهم پوړ د فتر نمبر ۱۳۴/۱۳۵
د اړیکي شمیرې: ۰۷۷۴۲۲۱۷۳۳/۰۷۸۸۷۴٦۳۴۹

27/07/2025

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاړي چې د قطر شاهي هېواد ته په لاندې مسلکي برخو کې د افغان کارګرانو د اعزام بهیر لپاره نوم‌لیکنه پیل کړې ده. دغه برخې عبارت دي له: د برېښنا انجنیر Electrical Engineer، د برېښنايي موټرو مستري Automotive Technician، شیدو لوشونکی Milker، د رسمي مېلمستیاوو سرآشپز Chef de Partie، سرآشپز دوه بسته Head Chef، د آشپز لومړی مرستیال یا (COMMIS 1)، آشپز دوه‌یم مرستیال یا (COMMIS 2)، د هوټل د تفریح لارښوونکی یا Hotel Recreation Instructor، د خوړو او نوشابو بس چلوونکی یا F&B Bus Runner، د هوټل تفریحي لارښوونکی؛ دوه‌یم بست یا Hotel Recreation Instructor، د پاک کارۍ د میز همغږي‌کوونکی یا Housekeeping Desk Coordinator، دوه بسته، د ریزرف کولو استازی یا Hotel Reservations Agent او د خونو د پاکولو خدمتګار یا Housekeeping Room Attendant.
نوم‌لیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې د لاندې ځانګړو آدرسونو له لارې ترسره کېږي.
یادونه: نوم لیکنه د سه شنبې ورځې د اسد میاشتې له ۷ مې نېټې پیل کیږي.
د هغو شرکتونو لېست چې د مختلفو زونونو او ولایتونو اوسېدونکي دي کولی شي په لاندې ډول نوم لیکنه وکړي:
1. د کابل زون:
د کابل ولایت اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي.
د آزادۍ شرکت:
آدرس: کابل- د حضوري چمن مخامخ- د قالین فروشانو د اتحادیې لومړی بلاک- درېیم پوړ- ۳۵ نمبر دفتر.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۴۲۲۹۶۳
2.د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
الفلاح شرکت:
آدرس: کابل- انصاري څلور لارې- د حاجي امان الله مارکېټ- دو‌ه‌یم پوړ-۴ نمبر دفتر.
د اړیکې شمېره: ۰۷۳۱۴۰۰۲۷۰
3. د پروان ولایت اوسېدونکو لپاره د نوم لیکنې آدرس:
سحرګاه شرکت:
آدرس: کابل- باغ بالا- ۲۲۲ نمبر کور- د عمر فاروق جومات مخامخ.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۰۲۴۹۴۹
4.د کاپیسا ولایت اوسېدونکو لپاره د نوم لیکنې آدرس:
المهاجر شرکت
آدرس: کابل- لومړۍ ناحیه- میوند واټ- نیازی مارکېټ- لومړۍ پوړ
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۰۰۶۰۰۹۳
5. د پنجشېر ولایت اوسېدونکو لپاره د نوم لیکنې آدرس:
امېد باوري شرکت
آدرس: کابل- نوی ښار- د ګل‌فروشۍ کوڅه- فواد پلازا- دوه‌یم پوړ- ۲۰۱ نمبر دفتر.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۷۱۰۱۵۲۵
6. د بامیانو ولایت اوسېدونکو لپاره د نوم لیکنې آدرس:
عدل انصاف شرکت
آدرس: کابل- قلعه فتح‌الله- درېیم سړک- د ABC سوپر مارکېټ کوڅه- ۲۱ نمبر کور.
د اړېکې شمېره: ۰۷۹۹۴۳۶۱۰۴
7. د دایکندي ولایت اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
خوست پکتیا شرکت
آدرس: کابل- د میوند واټ آخر- د شرنوال هوټل ترڅنګ- لومړۍ پوړ- ۴ نمبر دفتر.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۱۵۰۱۳۰
8. د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د نوم لیکنې آدرس:
البرکت شرکت
آدرس: کابل- لومړۍ ناحیه- د میوند واټ آخر- د ځدران مارکېټ تهکاوي- ۷ نمبر دفتر
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۸۲۱۴۰۵۰
د شمال زون :
۹. د بلخ او سرپل ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
البدر شرکت
آدرس: مزارشریف- د شادیانو دروازه‌- سهراب مارکیټ‌ـ د ګلبدین ملمستون ته مخامخ.
د اړېکې شمېره: ۰۷۹۲۷۰۷۲۶۰
۱۰.د سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي
امین بېګ شرکت
آدرس: مزارشریف- لومړۍ ناحیه، سهراب مارکېټ- د باختر زېر زمیني پر سر – دوه‌یم پوړ – ۸ نمبر دوکان.
د اړېکې شمېره: ۰۷۸۰۰۳۵۲۲۲
د غرب زون:
۱۱. د هرات او غور ولایتونو د اوسېدونکو لپاره د نوم لیکنې آدرس:
سعادت غفوري شرکت
آدرس: هرات- مطمئن تجارتي ګروپ- د زعفران نړیوال تجارتي مرکز لومړۍ پوړ- ۷ نمبر دوکان.
د اړېکې شمېره: ۰۷۸۸۴۶۰۹۶۰
۱۲ . د فراه او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
القسیم شرکت
آدرس: هرات- دوه‌یمه ناحیه- د چوک ګلها څلور لارې - فهیم سوپر مارکېټ درېیم پوړ- ۱۱۱ نمبر دفتر.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۱۹۸۷۸۰
د جنوب غرب زون:
۱۳. د کندهار او زابل ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
شفق‌صبح
آدرس: کندهار- دوه‌یمه ناحیه- د نور تجارتي مارکېټ- ۱۱ پوړ- درېیم نمبر دوکان.
د اړیکې شمېره: ۰۷۴۷۴۱۴۱۴۱
۱۴. د هلمند، نیمروز او ارزګان ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
رایل شرکت
آدرس: کندهار- ۱۱ ناحیه- عینومینه- احمدي پلازا ۲۲ نمبر دفتر.
د اړېکې شمېره: ۰۷۰۰۳۲۵۲۲۵
شرق زون:
۱۵. د لغمان او کونړ ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
نوی ننګرهار شرکت
آدرس: جلال‌آباد- لومړۍ ناحیه- پشتونستان واټ- حاجي‌ګل پلازا- لومړی بلاک دو‌یم پوړ- ۱ نمبر دفتر.
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۵۴۱۱۷۵۱
۱۶. د ننګرهار او نورستان ولایت اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
المبارک شرکت
آدرس: جلال‌آباد- زرخان پلازا- زراعت ریاست ته مخامخ.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۳۰۹۶۶۰۴
شمال شرق زون
۱۷. د بغلان او کندز ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
افغان عرب شرکت
آدرس: کندز- د کندز ښار-سرچوک- د حاجي غلام سخي صافی مارکېټ دو‌‌یم پوړ- ۲۶نمبر دوکان.
د اړېکې شمېره: ۰۷۶۴۹۲۸۶۰۷
۱۸. د تخار او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
کابل جده شرکت
آدرس: کندز-لومړۍ ناحیه- غلام سخي صافی مارکېټ- لومړی پوړ اول نمبر دوکان.
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۹۸۷۸۳۸۰
جنوب شرق زون
۱۹. د پکتیا او غزني ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
افغان آرین شرکت
آدرس: ګردیز-غزني لین- لومړۍ امنیتي حوزه- فرید‌‌ روان مارکېټ.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۲۰۷۹۴۹
۲۰. د خوست او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکي کولی شي، د نوم‌لیکنې لپاره لاندې آدرس ته مراجعه وکړي:
حامد سعدي شرکت
آدرس: پکتیا- ګردیز ښار- ډاکتر نبي شمس مارکېټ- دو‌ه‌یم پوړ دوکان ۱ نمبر دوکان.
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۶۶۱۷۱۰۵
هېوادوال کولی شي د ځانګړو شویو حرفو، د دندو لایحې له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي:

Address

Homadi Market Kotaisangi
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93774221733

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zamin Dawar Group Rahimzai Travel & Tour زمینداور ګروپ رحیم زی سیاحتی شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Zamin Dawar Group Rahimzai Travel & Tour زمینداور ګروپ رحیم زی سیاحتی شرکت:

Share

Category