Muslimwal Travel - مسلموال سیاحتي او زيارتي شرکت

Muslimwal Travel - مسلموال سیاحتي او زيارتي شرکت ستاسو دخوښى او اعتماد وړ حقيقي آواز

20/02/2026
د عمرې او حرمینو شریفینو ته د تګ لپاره څو مهمې نصیحتونه له تجربې څخه:۱️⃣ که غواړې د مسجدالحرام په لاندې صحن کې لمونځ وکړ...
14/02/2026

د عمرې او حرمینو شریفینو ته د تګ لپاره څو مهمې نصیحتونه له تجربې څخه:

۱️⃣ که غواړې د مسجدالحرام په لاندې صحن کې لمونځ وکړې، لږ تر لږه یو ساعت مخکې حرم ته ولاړ شه.

۲️⃣ ټول اړین درمل له خپل هېواده یوسه؛ ځکه هلته دوا ډېره ګرانه ده.

۳️⃣ په مکه کې د زمزم اوبه ډېرې وڅښه.
د رسول الله ﷺ سنت دی چې انسان دومره اوبه وڅښي تر څو بشپړ موړ شي (تضلّع ته ورسېږي)، او ډېرې لویې ګټې لري.

۴️⃣ د سهار له لمانځه وروسته صحن ته ولاړ شئ،
په تسبیح او استغفار سره نفلي طواف وکړئ، قرآن ولولئ تر څو لمر راوخېژي، او کعبې ته وګورئ (کعبې ته کتل عبادت دی).
له بېځایه خبرو ځان وساتئ.
له لمر ختو وروسته دوه رکعته لمونځ وکړئ او بیا له حرم څخه ووځئ.

۵️⃣ موبایل در سره واخلی،
خو عمره په اسانه نه تر لاسه کېږي. خپل وخت په عبادت تېر کړئ او ځان په عکس اخیستلو او موبایل مه مصروفوئ.

۶️⃣ په مسجدالحرام کې یو لمونځ د سلو زرو لمونځونو برابر دی؛
نو هلته نفلي لمونځونه او حتی قضا لمونځونه هم ډېر ادا کړئ.

۷️⃣ کوښښ وکړئ چې له هر فرض لمانځه وروسته د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړئ.

۸️⃣ د امام قرائت ته پام کوئ؛ که د تلاوت په وخت د سجدې آیت راغی، دقت وکړئ چې په لمانځه کې تېروتنه ونه شي.
که څوک متوجه نه شو او د تلاوت سجده ترې پاتې شوه، لمونځ یې صحیح دی.

۹️⃣ په مدینه کې په مسجد قُباء کې دوه رکعته لمونځ د یوې عمرې برابر ثواب لري.
(د ۳۰۹ نمبر دروازې ترڅنګ واړه موټرونه شته چې په لس ریاله کرایه مو وړي.)

🔟 د روضهٔ شریف زیارت لپاره باید د “نسک” اپلیکیشن له لارې نوبت واخلئ.

۱۱️⃣ د تشناب لپاره پلاستیکي پوښ (چپلی) له ځان سره ولرئ.

۱۲️⃣ هره شپه د سهار له اذانه مخکې (د شپې په وروستي درېیمه برخه کې) د تهجد/قیام اللیل لمونځ وکړئ.

۱۳️⃣ د پنځه وخته لمانځه په ۱۲ رکعته سنت مؤکدو پابندي وکړئ (چې په بدل کې یې په جنت کې کور جوړېږي):
۲ رکعته د فجر مخکې،
۴ رکعته د ماسپښین مخکې او ۲ وروسته،
۲ رکعته د ماښام وروسته،
۲ رکعته د ماخوستن وروسته.

۱۴️⃣ لږ بسکویټ او خواږه له خپل هېواده یوسئ څو د حرم ماشومانو ته یې ووېشئ.

۱۵️⃣ له د حرم ساتونکو سره بحث مه کوئ؛ که وویل پورته شه، بې له بحثه اطاعت وکړئ.

۱۶️⃣ د جمعې په ورځ ډېر ازدحام وي؛ لږ تر لږه ۴ ساعته مخکې حرم ته حاضر شئ.

۱۷️⃣ درې‌ برقي څوکه (سه شاخه) له ځان سره یوسئ.

۱۸️⃣ نرمه خوشبویه صابون یا ګلیسرین صابون وکاروئ.

۱۹️⃣ د هوايي ډګر ته له تګ مخکې په هوټل کې خپل بکسونه وزن کړئ. ډېرې جامې مه وړئ.

۲۰️⃣ د ساعت برج دننه د لمانځه لپاره:
نهم پوړ د نارینه‌وو لپاره، لسم پوړ د ښځو لپاره ځانګړی دی.

۲۱️⃣ نفلي طواف (اووه چکره د کعبې شاوخوا) مستحب دی او ډېر لوی ثواب لري.

۲۲️⃣ خپل وخت په سوداګرۍ او خرید کې مه ضایع کوئ.

۲۳️⃣ که غواړئ د حرمین په اورګاډي کی سفر وکړئ، لږ تر لږه یو ساعت مخکې سټېشن ته حاضر شئ.

۲۴️⃣ د عمرې وروسته د وېښتانو لنډولو کار د حرم دروازې ترڅنګ مه کوئ؛ بلکې هوټل یا نږدې تشنابونو ته ولاړ شئ.

۲۵️⃣ که شرعي فتوا غواړئ:
د سهار له لمانځه وروسته د ۷۹ نمبر دروازې ترڅنګ علما ناست وي،
یا د ۸۵ نه تر ۹۰ دروازو ټیلیفونونه وکاروئ.

۲۶️⃣ د وړیا قرآن کریم اخیستلو لپاره د ساعت برج دوهم پوړ ته، د «حفاوة» ټولنې دفتر ته ولاړ شئ.

۲۷️⃣ که سعودي سیمکارت غواړئ، د الصفوة هوټل ترڅنګ د STC سیم واخلئ
(۱۲۰ دقیقې تماس او ۲۰ جی بي انټرنېټ په ۴۰ ریاله).

۲۸️⃣ که ښځو ته د عمرې پر وخت عذر شرعي راغی، د ډاکټر په مشوره درمل کارولی شي (له وخته مخکې، د ډاکټر په مشوره). حتماً نسخه تعقیب کړئ.

۲۹️⃣ ښځې دې د زینت او آرایش په اړه پام وکړي؛
له رانجه (سرمه)ریمل او د پام رااړونکو زیوراتو نه ډډه وکړی

۳۰️⃣ د حجرالاسود د رسېدو لپاره ټېل وهل مکروه دي؛
یا یې ښکل کړئ، یا لمس کړئ، یا یوازې اشاره ورته وکړئ؛ ثواب یې یو شان دی.

۳۱️⃣ لږ خوراکي شیان له ځان سره یوسئ؛

۳۲️⃣ یو مارکر یوسئ څو خپل نوم د زمزم په کارتن ولیکئ.

۳۳️⃣ دستمالونه او ورځنۍ حفظ الصحې وسایل له ځان سره ولرئ.

۳۴️⃣ د تنعیم څخه د احرام لپاره، د حمام ۹ نمبر وروسته وسایط پیدا کېږي؛ که څو کسان یاست، په ۳۰ ریاله موټر درکوي.

۳۵️⃣ ټولې پیسې له ځان سره حرم ته او ازدحام ځای ته مه وړئ؛ غلاوی ډېری کېږي.

۳۶️⃣ ښځې دې اوږدې جرابې واغوندي.

۳۷️⃣ صدقه ډېره ورکړئ:
خوراک، قرآن، څوکۍ، تسبیح، جانماز، خرما او نور.

۳۸️⃣ صحن کعبې ته نږدې دروازې:
۷۹ دروازه، باب‌السلام، ۹۱، ۹۲ او ۸۴ دپورته منزلو (د چت لپاره).

۳۹️⃣ ارزانه بازارونه: جبل عرفات بازار او عتیبیه سیمه.ده

۴۰️⃣ که څوک ناروغ شو، د حمام ۳ نمبر ترڅنګ، د الصفوة برجونو ته نږدې د اجیاد روغتون عاجل خدمات ورکوي، د عمرې ویزې لپاره وړیا دی.

۴۱️⃣ که ښځه یاست او غواړئ په صحن کې کښېنئ او څوک مو پورته نه کړي، د ملک عبدالله دروازې (د ښځو ځانګړې برخه) ته ولاړ شئ.

۴۲️⃣ واکسین ډېر مهم دی؛
اکثر خلک ناروغ وي او ناروغي ژر انتقالېږي.

۴۳️⃣ له سفر مخکې د عمرې اعمال او ممنوعات په ښه ډول زده کړئ.

⭕ ډېر مهمه نکته:
که پر ځمکه پیسې، تسبیح، ساعت یا بل شی پروت وي، مه یې اخلئ.

⭕ په هوايي ډګر کې له ناپېژندو کسانو سره خبرې مه کوئ.
هیڅکله د مرستې په نوم د بل چا بوج ،بیک،او یا سامان له ځان سره مه وړئ.

🤍 الله دې ستاسو حج او عمره قبوله کړي.
مهرباني وکړئ په خپلو دعاوو کې ما هم مه هېروئ.ً ستا سو ورور سیف العمر مسلموال

دسعودی عربستان دری میاشتنی سیاحتی ویزه دپروسس موده یی له ۷-۱۰ ورځو پوره له میدان هوای نه د والو په تظمین قیمت$$$————————...
09/02/2026

دسعودی عربستان دری میاشتنی سیاحتی ویزه
دپروسس موده یی له ۷-۱۰ ورځو پوره
له میدان هوای نه د والو په تظمین
قیمت$$$
———————————————-
ویـزه سـه مـاهه سـیاحتی عربسـتان
مدت پروسیس: 7 الی 10 روز
میدان پاس اجرا میشه
قیمت: $$$
0788880981
0744443646

مسلموال سیاحتی او زیارتی شرکت دخپلو مشتریانو په خدمت کی تر اخری حده زیار باسی چی خپل مشتریان خوشخاله وساتی دعمری 15 کسیز...
06/02/2025

مسلموال سیاحتی او زیارتی شرکت دخپلو مشتریانو په خدمت کی تر اخری حده زیار باسی چی خپل مشتریان خوشخاله وساتی دعمری 15 کسیز کاروان په 8 د فیبرری ۲۰۲۵ الله د ددوی عمری قبولی کړی

25/12/2023
مسلموال سیاحتی او زیارتی شرکت ستاسو د دخدمتونو حقيقي هنداره. مونږ ستاسو خدمت تر خپل توانه په حقیقی بڼه کوو.
23/12/2023

مسلموال سیاحتی او زیارتی شرکت
ستاسو د دخدمتونو حقيقي هنداره. مونږ ستاسو خدمت تر خپل توانه په حقیقی بڼه کوو.

Address

Kabul

Telephone

+93788880981

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Muslimwal Travel - مسلموال سیاحتي او زيارتي شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Muslimwal Travel - مسلموال سیاحتي او زيارتي شرکت:

Shortcuts

Share

Category