19/04/2026
له ايران څخه د نړيوالو الوتنو بهير بيرته پيليږي!
د ایران د هوايي شرکتونو د ټولنې د راپور له مخې د ايران له يو شمير هوايي ډګرونو لکه د تهران امام خمیني او مهرآباد هوايي ډګرونه او همدارنګه د مشهد بیرجند، ګرګان او زاهدان هوايي ډګرونه بیا پرانیستل شوي دي.
يو شمير هوايي شرکتونه د کورنیو او بهرنیو الوتنو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.
د ايران د هوايي چلن ادارې اعلان کړی چې له نن ورځې ۱۹ -اپريل څخه د هېواد هوايي حريم یوه برخه او ځینې هوايي ډګرونه بیرته فعال شوي دي.
د دې پرېکړې له مخې، د هېواد په ختیځ کې د نړیوالو الوتنو د تګ راتګ لپاره هوايي لارې بیا پرانیستل شوي دي.
د جګړې له پیل او پر ایران د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته، د ايران هوايي حریم تقريباً د دوه مياشتو راهيسيې په بشپړ ډول تړل شوی و.