Amar baba travel & tours agencyدامربابا توریستی او سیاحتی شرکت

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Amar baba travel & tours agencyدامربابا توریستی او سیاحتی شرکت

Amar baba travel & tours agencyدامربابا توریستی او سیاحتی شرکت Visa or tickets

کویت د بهر پاتې کېدو موده راکمه کړه؛ د افغانانو او پاکستانيانو په ګډون بهرني کارکوونکي اغېزمن کېږيد خلیج نیوز د راپور له...
04/01/2026

کویت د بهر پاتې کېدو موده راکمه کړه؛ د افغانانو او پاکستانيانو په ګډون بهرني کارکوونکي اغېزمن کېږي
د خلیج نیوز د راپور له مخې، د کویت حکومت د بهرنیو مېشتو وګړو لپاره د استوګنې (اقامې) په قانون کې نوي بدلونونه راوستي دي. د دغو بدلونونو له مخې، د کورني کارکوونکو لپاره له هېواده د باندې د پاتې کېدو اعظمي موده څلور میاشتې ټاکل شوې ده. که تر دې مودې زیاتې رخصتۍ ته اړتیا وي، نو د کارکوونکي کفیل باید په رسمي ډول د اړوندو ادارو له لارې اجازه ترلاسه کړي.
همدارنګه، هر بهرنی وګړی چې د کویت قانوني اقامه لري، کولی شي تر شپږو میاشتو پورې له کویت څخه بهر پاتې شي؛ خو که څوک له دې مودې زیات بهر پاتې شي، د هغه د اقامې قانوني حیثیت له جدي خطر سره مخ کېدای شي.
دا نوې پرېکړه د افغانانو او پاکستانيانو په ګډون زرګونه بهرني کارکوونکي اغېزمنوي، چې ډېری یې د کار، کورنۍ او رخصتیو لپاره له اوږدو سفرونو سره تړلي دي.

د امربابا دوهمه څانګه پخیر سره پرانستل شوه تل د خپلو  هیوادوالو په خدمت کی
21/04/2025

د امربابا دوهمه څانګه پخیر سره پرانستل شوه
تل د خپلو هیوادوالو په خدمت کی

17/09/2023

پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پام وړ:

دا معلومات له خپلو ټولو هغو ملګرو سره شریک کړئ چې پاکستان ته تګ راتګ لري.

هغه کسان چې پاکستان ته په ویزو ځي یا تللي او اوس مهال یې ویزې ختمې دي خو لا هم غواړي پاکستان کې پاتې شي، لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

۱. کله چې تاسو پاکستان ته دننه شئ د خپلو ویزو (Stay Duration) یا د اقامې وخت په دقت ګورئ، په معمول ډول دغه مدت ۶۰ ورځې وي.

۲. تاسو باید پاکستان ته له تلو وروسته تر ۷ ورځو ځانونه پولیسو سره راجستر کړئ (Special Branch Police Registration).

۳. بهتره ده چې د خپل اقامې ختمېدو با ۶۰ ورځو له پای ته رسېدو نه مخکې خپلې ویزې تمدید یا نوې کړئ، د پاکستان ویزې په انلاین ډول تمدید کېږي چې ۲۰ ډالر دولتي فیس لري.

۴. عموماً خلک په دې غلطېږي یا تېر وځي چې زموږ ویزې خو یو کلنې دي، نو د ویزې تمدید ضرور نه دی، خو اصلاً داسې نه ده. که ستاسو ویزه لس کلنه هم وي او ستاسو د اقامه وخت (Stay Duration) 60 ورځې وي، نو تاسو باید یا تورخم ته تګ راتګ وکړئ یا هم خپلې ویزې تمدید کړئ. غوره آپشن د ویزو تمدید دی چې تورخم ته له تګ او تکلیف بې غمه شئ.

۵. که چېرې تاسو خپلې ویزې تمدید نه کړئ او تورخم ته تګ راتګ ونه کړئ او له 60 ورځو زیات وخت تېر کړئ نو تاسو باندې جریمه راځي، له 60 ورځو وروسته تر 14 ورځو جریمه نشته خو باید د وتلو پرمټ (Exit Permit)واخلئ چې په آنلاین ډول دی، له 14 تر 30 ورځو اضافه وخت تېرول 50$ ډالر جریمه، له 30 ورځو تر 3 میاشتو 200 ډالر جریمه، او له درې میاشتو وروسته 400 ډالر جریمه ټاکل شوې ده.

یادونه: مخکې له دې چې په تاسو جریمه راشي خپلې ویزې په وخت تمدید او نوې

20/08/2023

ډېره جدي پاملرنه!!!

خپل پاسپورټ د پاکستان آنلاین ویزو لپاره هېڅکله نا اعتباره شرکتونه ته په واټس اپ مه لېږئ، لومړی یې له ادرس او کار ښه ځان مطمئن کوئ بیا خپل کار پرې کوئ، د پاکستان ویزه چې یو ځل ثبت شي، بیا دوباره بل ځل نه ثبت کېږي، او نن سبا د زوړ ثبت شوي فارم کنسل کول هم بند دي، نااعتباره شرکتونه ستاسو پاسپورټونه په دروغو په ثبت نام کې اچوي چې بیا بل ځای تاسو ثبت نام ونه کړی شې، یعنې که بل ځای تاسو د ثبت نام کوشش وکړی هلته درته ښيي چې دا مخکې ثبت شوی دی، همدغه لومړی کس بیا تاسو نه د کنسل کولو په بهانه پیسې اخلي، چې په دغسې خلکو غلط نشئ. #.

#نوټ: کنسل کېدل او د ویزې رد کېدل دواړه جلا جلا خبرې دي، کنسل د شرکتونه والا کوي او د ویزې رد (Refused) د سفارت یا نادرا لخوا کېږي، رد کېدو کې د شرکت والا کار نه لري.

Torkham News تورخم نیوز

‏د سعودي د حج او عمرې وزارت یو انځور خپور کړی، چې په لاندې انځور کې لیدلی شئ، هغه لاسونه چې باید د کعبې مخې ته د دعا لپا...
02/04/2023

‏د سعودي د حج او عمرې وزارت یو انځور خپور کړی، چې په لاندې انځور کې لیدلی شئ، هغه لاسونه چې باید د کعبې مخې ته د دعا لپاره پورته شوي وو، اوس د عکسونو، سیلفي او ویډیو زنګونو لپاره پورته شوي دي.
مونږ کومې خواته روان یو؟!
پخوا خو به خلکو دا سپین احرام سپین کفن بللو.😔

‏د ترکیش ایرلاینز هوايي شرکت اعلان کړی، چې ‎افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پيلوي.یاده دې وي، چې دغه شرکت کال وړاندې افغانس...
02/10/2022

‏د ترکیش ایرلاینز هوايي شرکت اعلان کړی، چې ‎افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پيلوي.
یاده دې وي، چې دغه شرکت کال وړاندې افغانستان ته خپل پروازونه ځنډولي وو.

آیا میدانید که عثمان بن عفان (رضي الله عنه) در یکی از بانک‌های بزرگ عربستان سعودی هنوز هم حساب بانکی دارد؟داستانی که انس...
18/07/2022

آیا میدانید که عثمان بن عفان (رضي الله عنه) در یکی از بانک‌های بزرگ عربستان سعودی هنوز هم حساب بانکی دارد؟
داستانی که انسان را شگفت زده می‌کند.
داستان هوتل عثمان بن عفان، سومین خلیفه بزرگ مسلمین که در پهلوی مسجد نبوی در مدینه منوره ساخته شده است، چیست؟
آیا ورثه حضرت عثمان بودند که این هوتل را بنام او ساختند؟
داستان چنین است....
بعد از هجرت مسلمانان از مکه به مدینه و زیاد شدن تعداد مسلمانان ضرورت به آب آشامیدنی خیلی زیاد شد و چاه «رومه» که از بزرگترین چاه‌های آب شیرین در مدینه بود و همه ی مردم از آن آب مورد استفاده خود را می‌بردند، در ملکیت یک یهودی بود که آب آن را میفروخت. از یک دلو شروع تا یک قطره را بدون پول به کسی نمی‌داد.
زمانیکه عثمان رضی الله عنه که بازرگان ثروتمند بود، این حالت را دید، نزد یهودی رفت و گفت: «می‌خواهم این چاه را به من بفروشی.»
یهودی نپذیرفت.
عثمان گفت: «نصف چاه را به من بفروش. یک روز تو آبش را بفروش و یک روز را هم من!»
یهودی به گمان این‌که ممکن حضرت عثمان برای جمع آوری پول نرخ را بالا ببرد و من هم فائده بیشتر بدست بیاورم، به این سودا راضی شد!
لیکن قضیه برعکس شد، مشتریان آب رفته رفته کم شدند تا اینکه مشتری‌ها کاملات ناپدید شدند.
یهودی متعجب شد و در جستجوی سبب شد و بالاخره دریافت که حضرت عثمان روز نوبت خود را برای خدا وقف نموده و همه ی مردم آب را بشکل رایگان می‌برند.
مردم همه در روز نوبت حضرت عثمان آب میگرفتند و در روز یهودی بسوی چاه نمی رفتند.
یهودی دید که تاوان می‌کند، نزد حضرت عثمان رفت و باقی نصف چاه را در بدل 20 هزار درهم به عثمان فروخت، و عثمان چاه را در راه خدا وقف کرد تا مسلمانان از آن چاه رایگان استفاده کنند.
بعد از مدتی یکی از اصحاب پیامبر صلی الله علیه وسلم نزد عثمان آمد و گفت:
دو چند قیمت آن پول می‌دهم، چاه را به من بفروش.
عثمان گفت: بیشتر کن.
گفت: سه چند قیمتش.
عثمان گفت: بیشتر کن، حتی اینکه به نُه چند قیمتش رسید، باز هم عثمان آنرا نفروخت!
صحابی گفت: جای تعجب است مشتری مثل من نمی‌یابی، چه کسی بیشتر از نُه چند برایت پول میدهد؟
عثمان گفت: الله جل جلاله! یک نیکی را به ده چند میدهد.
بعد از گذشت مدتی درختان خرما در اطراف چاه غرص و رشد و نمو کردند که در ابتدا دولت عثمانی از آن حفاظت مینمود تا اینکه به باغی بزرگی تبدیل شد و بعد از آنکه دولت سعودی روی کار آمد، نیز آن باغ را سرپرستی می نمودند تا اینکه تعداد درختان خرما به 1550 درخت رسید.
سر انجام دولت سالانه حاصل باغ مذکور را به فروش می رسانید و پول آن را دو تقسیم مینمود، یک قسمت را به یتیمان و مساکین میداد و قسمت دیگر را وزارت اوقاف به نام حضرت عثمان در یکی از بانکها حساب بانکی درست کرده بود آنجا ذخیره میشد.
پول در بانک بیشتر میشد تا اینکه از همان پول یک مقدار زمین را در قسمت مرکزی پهلوی مسجد نبوی خریدند و بر روی آن یک هوتل بزرگی ازین پول آباد کردند.
آبادی هوتل حالا در مرحله نهایی خود قرار داشته و قرار است به شرکت هوتل پنج ستاره به کرایه داده شود که سالانه مفادش نزدیک به 50 میلیون ریال سعودی میشود که نصفش به یتیمان و نصف دیگرش به نام عثمان ابن عفان به حساب بانکی اش گذاشته میشود تا از آن پول به امورات خیریه استفاده صورت گیرد.
زیباتر و عجیبتر اینکه همان زمین در دفاتر دولتی هم بنام عثمان بن عفان (رض) ثبت و راجستر شده است.
سبحان الله!
این تجارت که آغازش بخاطر رضای الله بود، ۱۴ قرن است که دوام دارد، پس ثوابش چقدر خواهد شد؟
از همین جهت است که رسول صلی الله علیه وسلم فرمود: «هر پیامبر رفیقی دارد و رفیق من در جنت عثمان است.»
برگرفته از القران خيرُ الجليس

د جده او ریاض درنو مسافرینو د پام وړ!د سعودي عربستان شاهي هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې (GACA)، له خوا خپاره شوي خبرتیا ...
06/03/2022

د جده او ریاض درنو مسافرینو د پام وړ!

د سعودي عربستان شاهي هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې (GACA)، له خوا خپاره شوي خبرتیا پر بنسټ ټول هغو قدرمنو مسافرینو چې په کابل – جده او کابل – ریاض سکټورونو کې الوتنه لري نور په هېواد دننه د PCR ټسټ او عربستان کښې قرنطین ته اړتیا نلري، او په افغانستان کې واکسین شوي مسافرونو اسناد هم د اعتبار وړ ګڼل کېږي.

یادونه: هغو درنو مسافرینو چې مخکې یې د قرنطین لپاره پیسې ورکړې وي، خو تر اوسه یې الوتنه ندي ترسره شوي، جمع شوي پیسې د اړوندو څانګو له خوا درنو مسافرینو ته بیرته ورکړل کېږي.

//////////////////////////////////

قابل توجه مسافرین محترم در سکتور های جده و ریاض!

به اساس اطلاعیۀ نشر شده از جانب ادارۀ هوانوردی ملکی کشور شاهی عربستان سعودی (GACA)، مسافرین محترم در سکتور های کابل – جده و کابل – ریاض منبعد نیاز به تست PCR در مرکز و قرنطین در کشور عربستان سعودی ندارند. و واکسین های مسافرین در افغانستان نیز قابل اعتبار میباشد.

نوت: آن‌عده مسافرین محترم که به‌منظور قرنطین قبلاً پول پرداخته اند، ولی پرواز آنها تا حال عملی نگردیده است، مبلغ اخذ شده توسط مسئولین مؤظف در بخش‌های مربوطه دوباره پرداخت می‌شود.

د نجار عبرت ناکه کیسه!هیله ده ویې لولئ🙏په يوه ښار کې د حکیم په نامه یو نجار وو، نوموړي ډېره ښايسته ښځه درلوده، یوه ورځ ب...
19/01/2022

د نجار عبرت ناکه کیسه!
هیله ده ویې لولئ🙏
په يوه ښار کې د حکیم په نامه یو نجار وو، نوموړي ډېره ښايسته ښځه درلوده، یوه ورځ بادشاه د همدې نجار کور مخې ته تېرېدو چې، د نجار په ښځه یې سترګې ولګېدې او پرې مین شو.
بادشاه نجار ته بهانه وکتله او د هغه د اعدام حکم يې وکړ.
بادشاه وویل:
-سبا نجار اعدام کړئ!
کله چې نجار خبر شو، د ډېر خوف او ډار له کبله د شپې خوب نه ورتلو.
ښځې یی ورته وویل
د هرې شپې غوندې ويده شه!
رب دې یو دی شریک نلري او د رحمت دروازې یې ډېرې دي.
د ښځې خبرو لږ څه کراري ور په نصيب کړه او سترګې يې درندې شوې ویده شو.
کله چې سهار شو د بادشاه د عسکرو د پښو آواز د نجار تر غوږونو شو، نجار ډېر غمجن شو او په نا امیدۍ او ویره يې خپلې ښځې ته وکتل او ورته یې وویل:
-ډېر پښيمانه شوم دا چې ستا به خبرو مې اعتماد وکړ!
په ډېر ډار سره یې دروازه خلاصه کړه او عسکرو ځنځیر لرې کړ.
دوو عسکرو په ډېر تعجب سره نجار ته وويل:
-بادشاه نن شپه مړ شو!!!
مونږ راغلي یو چې، ته بادشاه ته تابوت جوړ کړې!!!
نجار ددې خبر سره ډېر خوښ شو، او د عذر په څهره یې خپلې ښځې ته وکتل، ښځه یې موسکۍ شوه او ورته یې وويل:
-د هرې شپې په څېر ویده شه! " خدای يو دی او د رحمت دروازې یې ډېرې دي"
د کیسې مطلب:
ډېر فکر انسان ډېر ستړی کوي.
حال دا چې د هر کار پايله او تدبیر د الله"ج" په اراده کې دی!!!
په هر حالت کې خپل اميد له لاسه مه ور کوئ، د الله"ج" د رحمت انتظار کوه.

Address

Kabul

Telephone

+93777767788

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Amar baba travel & tours agencyدامربابا توریستی او سیاحتی شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Amar baba travel & tours agencyدامربابا توریستی او سیاحتی شرکت:

Shortcuts

Share

Category