05/11/2018
د اسیا پراختیايي بانک په زړه پورې سکالرشیپونه
د اسیا پراختیايي بانک (The Asian Development Bank-ADB) او د جاپان سکالرشیپ پروګرام (Japan Scholarship Program-JSP) هر کال ۱۵۰ سکالرشیپونه وړاندې کوي چې د اسیا او نورې نړۍ بېلابېلو هېوادونو محصلان ترې ګټه اخلي.
دا سکالرشیپونه چې د اقتصاد، منجمېنټ، ساینس، ټکنالوجي او نورو بېلابېلو پراختیایي څانګو کې ورکول کېږي، خورا ګټور او د ګټلو چانس یې هم ډېر دی، دا سکالرشیپونه د افغانستان او یا بل کوم هېواد له حکومت سره تړاو نلري بلکې مستــقیماً د یادې ادارې له لوري انتخاب او ورکول کېږي.
د زده کړو کچه: ماسټري او دکتورا
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
د نوم لیکنې وخت: یادو بورسونو ته نوم لیکنه کوم مشخص وخت نه لري، ځکه د بېلابېلو هېوادونو له پوهنتونونو سره دوی قرارداد لري، نو د نوم لیکنې نېټه له اړوند پوهنتون او انسټیټیوټ سره تړاو لري.
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
د سکالرشیپ امتیازات:
• د زده کړو مکمل فیس
• د اوسېدو لپاره میاشتنی جېب خرڅ
• د اوسېدو لپاره د کور او ځای برابرول
• کتابونه او نور درسي مواد
• روغتیایي بیمه
• د تګ او راتګ لګښت
د سکالرشیپ شرایط:
دا سکالرشیپ ټولو هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د ماسټري او دکتورا لپاره اپلای وکړي او لاندې شرایط ولري:
• د لېسانس سند درلودل
• عمر یې له ۳۵ کلونو ډېر نه وي.
• ښه روغتیا
• له زده کړو وروسته خپل هېواد ته د تګ هوډ ولري.
نوم لیکنه:
د نوم لیکنې او معلوماتو لپاره به لاندې لېنک کلېک کړئ او معلومات به یې پوره ولولئ، هلته تاسو ته د اړوند هېوادونو او پوهنتونونو لېست راځي کوم کې چې تاسو غواړئ د ماسټري او دکتورا لپاره نوم لیکنه وکړئ.
د پوهنتون ټول شرایط پوره مطالعه او د (ADB-JSP) سکالرشیپونو فورم هم ورته ډک کړئ، یعنې تاسو به پوهنتون ته نوم لیکنه وکړئ او د دې سکالرشیپونو فورم (لېنک کې ورکړل شوی دی) هم ډک او پوهنتون ته واستوئ، تر څو ستاسو نوم لیکنه د همدې سکالرشیپ لپاره تر سره شي.
یادونه: د سکالرشیپ ګتل د عجلې او څو دقیقو نوم لیکنې کار نه دی، هیله ده معلومات پوره ولولئ او له پوره تیاري وروسته ورته نوم لیکنه وکړئ.
که تاسو د نوم لیکنې حوصله ونلرئ نو د سکالرشپ د ګټلو تمه هم مه لرئ.
د معلوماتو او نوم لیکنې لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ:
The ADB-Japan Scholarship Program (JSP) offers about 150 postgraduate scholarships a year for studies in economics, management, and science and technology.