29/05/2022
یواحٔې زور غویی لري خو عقل او زور بیا اسپ لري.
سیاست نن سبا په علم، عقل، تکتالوژي او اقتصاد کیږي نه په زور او وسلو.
پوتین چې کله د غربـي تعذیراتو سره مخ سه نو د سویفت مالـي د سیستم او د ډالرو د کموالـي مسئلې ډیره غټه ضربه د روس روبلو ته ورکړه چې یو ربل له ۷۱ شاو خوا حُّخه دوه چنده ته ورسید.
د سیاسـي شعور له کار آخستنې حُّخه یې کوم گاز او تیل یې چې د اروپا مختلفو هیوادونو ته په مختلفو فیصدیو خرحُّول له دغه فرصت حُّخه گټه واخسته او راکړه ورکړه یې په روبل پیل او په یورو او ډالرو بنده کړه پدې کار سره یې د روبل ارزښت له جگړې حُّخه د مخې بیې حُّخه هم پیاوړی که.
روسانو ډیر له مخه د جگړې پلان له اوکراین سره درلوده نو په ۲۰۱۴ کې دکریمیې له نیولو حُّخه وروسته د دغو تعذیراتو توقع درلودله نو حٔکه یې ټول، نظامـي، سیاسـي، اقتصادي او ډیپلوماتیک پلانونه جوړ کړي وه.
د سویفت د سیستم په عوض یې د چین ورته سیستم کې د مخه قرارداد کړی وه او حٔانته یې هم د روسیې بانکـي سیستم همداسې عیار کړی وه.
همداسې یې فرهنگـي، سیاسـي او اړخیز نړیوال پلانونه جوړ کړي وه.
د پاکستان (عمران خان) حکومت راکښیلول د دې پلانونو یوه برخه وه. پاکستان د غرب قوي او با اعتباره متحد پاته سوی خو روس د عمران د حکومت سره سم یې درې کاله مسلسل د دغه اتحاد له منحٔه وړل او یا ضعیفه کولو پلان عملـي کړ ترحُّو په اوکراین د حملې حُّخه وروسته لدې اړخه ضربه ونه وینـي.
د تکنالوژي پیاوړتیا یې تر ۷۰ فیصده زیاته کړه حٔکه پوتین په دې باور وه چۑ د ضعیفوالـي په صورت کې جگړه لدې اړخه هم ماته خوړلای سـي.
په اوکراین کې شته خارجـي وگړي یې ټول د خپلو استخباراتو د پاره گمارلـي وه ترحُّو له استخباراتـي پلوه د معلوماتو له کموالـي سره مخ نسـي، هغوی آن د جگړې وخت کې هم په کیف کې پاته ول.
علم او عقل د یو کار د عملـي کولو د پاره دوه اړین وسایل، مشوره او عملـي کول یې دوه مهم اصله دي.