یاسین پطرولیم

یاسین پطرولیم خپل ولس ته خدمت کول مو هدف دی.

مسافر او کورنۍ یی 👇
14/09/2026

مسافر او کورنۍ یی
👇

انټرنیټي غله او د هغوي جعلې حوالې👹زه د افغانستان اسلامي بانک کارمند یم، نن په مدیریت کې د خپل مدیر سره د یوې موضوع د حل ...
13/09/2026

انټرنیټي غله او د هغوي جعلې حوالې👹

زه د افغانستان اسلامي بانک کارمند یم، نن په مدیریت کې د خپل مدیر سره د یوې موضوع د حل په موخه ولاړ وم چې؛ یو نسبتا په عمر پوخ سړی مدیریت ته راننوتو. د موبایل سکرین یې مدیر ته مخامخ ونیوه خو مدیر ماته اشاره وکړه چې د یاد کس ستونزه حل کړه.
ومې پوښتلو چې څه ستونزه لرې؟
موبایل یې راکړ، ویل یې ماته حواله شوې.
ما چې د حوالې نمبر او د پیسو مقدار وکتلو نو پوه شوم چې حواله جعلي ده، ورته مې وویل:
کاکا دا کس چې حواله یې درته کړې پېژنې یې؟
ویې ویل: نه یې پېژنم خو په فیسبوک راسره ملګری دی او راته وویل چې زه درته پیسې لېږم، دا له ځان سره وساته چې کله وطن ته راغلم راته به یې راکړې، که تر هغې ستا ضرورت شو کولای شې مصرف یې کړې!
زړه نا زړه مې ورته وویل کاکا حواله جعلي ده، ځکه چې دومره پیسې (۱۱ لکه افغانی) په ویسټرن یونین باندې نه راځي!
د سړي رنګ واوښتو، خوله پرې ماته شوه، ځمکې ځای نه ورکولو!
مدیر ورته وویل: دغه کس ته خو دې پیسې ندي لېږلي، ځکه چې موږ اکثره له داسې قضیو سره مخ کېږو چې چلبازان ستا د یو شناخته خپلوان، ملګري او یا هم د یو مشهوره نیک کس په نوم آیډي جوړوي ، تاته بلنه درلېږي او بیا تاته مسیج کوي چې زه وطن ته راځم تاته پیسې لېږم، ماته ویزه نه راکوي، ته لاړ شه فلانکي ځای ته او دومره پیسې دغه نمبر ته حواله یا جمع که!
کله چې سړی دا دومره پیسې وګوري نو ړوند او کوڼ شي، په خپل محنت ګټلې پیسې یاد کس ولېږي!
سړي چې ساه یې زر زر اخسته وویل چې ۳۵ زره افغانی مې ورته لېږلي!
دفتر کې یو خوا بل خوا وارخطا وارخطا کتل یوه شیبه ولاړ وو بیا له دفتره ووت!
ګورئ!!!
دا کیسه مې د ساعت تېری لپاره نده لیکلې بلکی ددې لپاره چې تاسو ترې عبرت واخلئ!
هېڅوک هم لېوني ندي چې تاسو ته خپلې په لکونو پیسې حواله کړي او تاسو هم مه لېوني کېږئ، په خپل محنت ګټل شوې یوه روپۍ هم چاته مه ورکوئ!
کله چې درته داسې یوه حواله کېده مخکې لدې چې تاسو چاته پیسې ولېږئ اول د یو مسلکي کس( صراف یا د بانک کوم شناخته کارمند) سره مشوره کوئ او ځان پوهوئ بیا اقدام کوئ!
لطفا په ځان هم رحم وکړئ او په خپلې کورنۍ هم🙏
***

د خپل افغان ورور د لاسنیوي غوښتنه!څو ورځې وړاندې په بدخشان ولایت کې د یوه افغان ورور موټر د اوبو ښکار شو. نوموړي دغه موټ...
13/09/2026

د خپل افغان ورور د لاسنیوي غوښتنه!
څو ورځې وړاندې په بدخشان ولایت کې د یوه افغان ورور موټر د اوبو ښکار شو. نوموړي دغه موټر په قرض اخیستی و؛ خو له بده مرغه موټر یې هم له لاسه ورکړ او د موټر قرض هم پرې پاتې دی!
په سعودي عربستان کې مېشت دوه افغان وروڼه د انساني همدردۍ او افغان ورورولۍ له مخې دغه متضرر ورور د لاسنیوي لپاره د مرستې او صدقې راټولولو هڅه کړې.
په سعودي عربستان کې مېشت افغان مسافر وروڼه کولای شي د خپل وس او توان مطابق صدقه او مالي مرسته وکړي. ان‌شاءالله، ستاسو مرسته به په پوره امانتدارۍ او ډاډ سره تر متضرر ورور پورې ورسول شي.
موږ ټول افغانان د یوه بدن په څېر یو؛ د خپل ورور په درد کې ځان شریکول، د انسانیت او ورورولۍ تر ټولو ښکلی مثال دی.
د اړیکې او مرستې شمېرې:
+966 50 662 8249
+966 55 556 2745
+966 53 887 7100
یادونه: واټساپ هم په همدې شمېرو فعال دی.
هره مرسته، که هر څومره لږه وي، د دې متضرر ورور لپاره د لویې ستونزې د کمېدو سبب کېدای شي.
راځئ، د خپل افغان ورور لاس ونیسو؛ ځکه زموږ لږه مرسته د هغه لپاره لویه هیله ده.
الله تعالی دې ستاسو صدقه، خیر او مرسته قبوله او په دنیا او آخرت کې دې اجر درکړي. آمین یا رب العالمین.

د مرستې عاجله غوښتنه!خیال منګل د پکتیا ولایت د میرزاکې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړي په بدخشان کې خپل موټر د وروستیو سېلا...
12/09/2026

د مرستې عاجله غوښتنه!
خیال منګل د پکتیا ولایت د میرزاکې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړي په بدخشان کې خپل موټر د وروستیو سېلابونو له امله له لاسه ورکړی دی.
صادق منګل یو بېوزله او اړمن انسان دی. دغه موټر یې هم په قرض اخیستی و او اوس له موټر، عاید او د قرض له درانه بار سره مخ دی.
له ټولو ، هېوادوالو، سوداګرو، شتمنو خلکو او له هېوادوالو بهر مېشتو افغانانو څخه په درنښت غوښتنه کوو چې د خپل وس مطابق له صادق منګل سره مرسته وکړي، څو وکولای شي خپل ژوند بېرته پر پښو ودروي او د موټر قرض ادا کړي.
یو کوچنی لاسنیوی د یوه بېوزله انسان لپاره لویه هیله ده.
راځئ چې صادق منګل یوازې پرېنږدو. 🤲
صادق منګل وټساف نمبر 👇
0775944884

🌹۔﷽ـ🌹ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود حضرت 🌹محمد🌹* #ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ*🌙☀❤
10/09/2026

🌹۔﷽ـ🌹
ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود
حضرت 🌹محمد🌹
* #ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ*🌙☀❤

📢 مهمه خبرتیا!🏢 بنیاد آنلاین رهنما نقل مکان وکړ!له کابل، کارته نو، لومړي سرک، ادریس ټاور څخه مو خپل دفتر نوي ادرس ته انت...
10/09/2026

📢 مهمه خبرتیا!
🏢 بنیاد آنلاین رهنما نقل مکان وکړ!
له کابل، کارته نو، لومړي سرک، ادریس ټاور څخه مو خپل دفتر نوي ادرس ته انتقال کړ.
📍 نوی ادرس:
کابل، کارته نو، درېیم سرک
تسل زرمتي ټاور ته مخامخ، اجازه پلازه، د پښتني بانک په سر، درېیم منزل
🏠 د جایدادونو خرید، فروش او کرایه
🤝 ستاسو باور، زموږ مسؤلیت
📞 اړیکه او واټساپ: 0777553271

09/09/2026

تاسو دغه ويډيو او سندره راسره واوری👇

.بِسْـــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِدخوست ولایت دنرخونو کنترول او احتکارمخنیوي کمیسون  ورځ : چهارشنب...
09/09/2026

.بِسْـــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
دخوست ولایت دنرخونو کنترول او احتکارمخنیوي کمیسون
ورځ : چهارشنبه 1405/6/18
1: سوپر 92پطرول فی لیتر(87)افغانۍ
2:ډیــــــز ل فی لیتر(79)افعانۍ
3:ګاز في کيلو( 66 )افغانۍ

دشکايتونو شمیری
0778000097
0767692929
0775996264

ددې عکس لیدو سره مو څه احساس وکړ ؟ما خو قسم په رب له سترګو اوښکې ورته لاړې وي💔وطنه ودې خوړو خو ومو نه خوړې🤲
04/09/2026

ددې عکس لیدو سره مو څه احساس وکړ ؟
ما خو قسم په رب له سترګو اوښکې ورته لاړې وي💔
وطنه ودې خوړو خو ومو نه خوړې🤲

آه ربه. لورګانې څومره مهربانه وي.د ملالې د سترګې عملیات وشول. دوه میاشتې پس ورته د ښکلا لپاره پلاستیکي سترګه لګوي.سهار و...
03/09/2026

آه ربه. لورګانې څومره مهربانه وي.

د ملالې د سترګې عملیات وشول. دوه میاشتې پس ورته د ښکلا لپاره پلاستیکي سترګه لګوي.
سهار ورته د سنګین په نوم یو تن له دوبۍ څخه ۲۰۰زره کلدارې ورلېږلې چې دا تنها د ملالۍ دي، ځانته دې پرې خوراک څښاک او کالي وکړي. خو ملاله وایي: زه ترې یوه پیسه هم نه خورم، مور مې د پښتورګو ناروغي لري؛ د هغې درملنه پرې کوم.😢
خیرخوا انسان او خبریال جمال ترکی ورسره دی؛ ورته یې وویل: دا پیسې ستا دي او د مور درملنه به دې هم زه وکړم.

Address

Khost

Telephone

+93777501181

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when یاسین پطرولیم posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category