19/09/2026
د ژبې ساتنه که د سیاست پلمه؟
د کابل د ترافیکو د پخوانۍ او اوسنۍ لوحې ترمنځ توپیر ته وګورو:
د جمهوریت پر مهال:
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست
ریاست عمومی پولیس ترافیک
اوسنۍ لوحه:
د مرور شرطي لوی ریاست
ریاست عمومی شرطه مرور
اوس که د نننۍ لوحې پر «ریاست، عمومي، شرطه او مرور» نیوکه کېږي چې ډېری یې عربي ریښې لري او د پښتو او دري له اصلي جوړښت سره سمون نه لري، نو یوه طبیعي پوښتنه پیدا کېږي:
ایا د جمهوریت د وخت «ریاست، عمومي، پولیس او ترافیک» له همدې ژبني معیار څخه مستثنا وو؟
که هدف مو رښتیا هم د پښتو او دري ژبو خدمت وي، نو باید د ژبې موضوع له سیاسي مخالفت، شخصي تمایلاتو او د نظامونو له خوښې او ناخوښې جلا وڅېړل شي.
که یوه کلمه نن «پردۍ» ګڼل کېږي، باید پرون هم د همدې معیار له مخې وکتل شي؛ او که پرون په رسمي ادارو کې کارېده، نو نن یې یوازې د نوي حکومت پر ضد د اعتراض وسیله ګرځول، بشپړ علمي ژبنی بحث نه شي کېدای.
د ژبې خدمت یوازې د بل حکومت پر لوحه نیوکه کول نه دي؛ د ژبې خدمت دا دی چې د ستونزې تر څنګ سم، معیاري او عملي بدیل هم وړاندې شي.
پښتو دې پیاوړې شي، دري دې هم په خپل معیاري او روان شکل وکارول شي؛ خو ژبه دې د سیاسي اختلاف قرباني نه شي.
#پښتو #دري #ژبه #افغانستان #کابل #ترافیک #مرور
Mahmood Marhoon