ADL Travel & Tours Agency

ADL Travel & Tours  Agency Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ADL Travel & Tours Agency, Tour Agency, chaok mokhabrat, Jalalabad.

12/11/2023
امارت اسلامی افغانستانرهنمود برای متقاضیان پاسپورتمتقاضیان محترم!برای تکمیل شدن و چاپ پاسپورت نیاز به معلومات و مدارک ذی...
27/02/2023

امارت اسلامی افغانستان
رهنمود برای متقاضیان پاسپورت
متقاضیان محترم!
برای تکمیل شدن و چاپ پاسپورت نیاز به معلومات و مدارک ذیل میباشد لطفاً در تهیه مدارک تکمیل فورم انلاین مطابق با رهنمود های آتی عمل کنید.

یاداشت : فورم درخواست پاسپورت برای یکبار خانه پری میشود.

در صورت مواجه شدن به مشکلات تخنیکی به شماره 105 اداره آسان خدمت و در صورت بروز مشکلات در طی مراحل اسناد قانونی پاسپورت به شماره ۰۲۰۲۵۱۰۹۸۴ ، ۰۲۰۲۵۰۰۴۰۰ اداره مرکزی پاسپورت وزارت امور داخله به تماس شوید.

١ - اسناد مورد ضرورت
اسناد مورد ضرورت عبارت اند از:
تذکره تابعیت
تذکره افرادی که متقاضی دریافت پاسپورت از مرکز بوده و ساکن اصلی ولایات دیگر میباشند ، باید از طرف اداره محترم مستقل ثبت و احوال نفوس در مرکز تائید گردد.
تذکره متقاضی ساکن اصلی کابل باید تائیدی مدیریت عمومی ثبت احوال نفوس ولایت کابل را داشته باشد.
تذکره متقاضی که درخواست دریافت پاسپورت از ولایت مربوطه دارند باید توسط مدیریت ثبت و احوال نفوس همان ولایت تائید گردد.
کارت تولد اطفال تنها پس از تائیدی اداره مستقل ثبت و احوال نفوس و واحد های دومی آن در ولایات قابل اعتبار میباشد.
تذکره اطفال ایکه سن هفت ساله گی را تکمیل کرده اند باید دارای عکس باشد.
متقاضی ایکه عکس موجود در تذکره تابعیت شان قابل شناختن نبوده و یا با چهره ظاهری شان همخوانی ندارند مکلف به نصب فوتوی جدید میباشند.
تذکره متقاضیان ایکه سکونت اصلی و فعلی شان متفاوت بوده و درخواست صدور پاسپورت محل سکونت فعلی خود دارند باید توسط واحد های دومی اداره ثبت و احوال نفوس صورت بگیرد.
متقاضیان ایکه درخارج از کشور متولد شده اند مکلف به ارائیه کارت تولد با تائید اداره محترم مستقل ثبت احوال نفوس میباشند.
تکمیل نمودن فورم آنلاین.
چهار قطعه عکس (۵x۴) معیاری (پس زمینه عکس باید سفید باشد و از عکس متقاضی بیشتر از 6 ماه سپری نشده باشد).
رسید تحویلی محصول پاسپورت.
درخواست کتبی با نصب فوتوی متقاضی.
حضور در اداره مرکزی پاسپورت یا واحد های دومی آن برای بایومتریک و ارائیه اسناد مورد ضرورت.
پاسپورت برای متقاضیان زیرسن هجده سال تنها به اساس درخواست کتبی والدین ، ولی ویا وصی قانونی شخص و یا به اجازه محکمه صادر میگردد و اگر درخواست کننده مادر شخص میباشد ملزم به تثبیت قرابت خود ازنواحی محل زیست میباشد.
پاسپورت برای اشخاص مبتلا به اختلالات دماغی به اساس درخواست اقارب اصولی انها صادر میشود.
تاجران ملی متقاضی پاسپورت تجارتی مکلف به ارائیه جواز معتبر و مکتوب وزارت های محترم تجارت و سایر ادارات مربوط مطابق قانون میباشد.
افراد زیر علاوه بر موارد فوق ملزم به ارایه کارت هویت و مکتوب رسمی میباشند که از طرف اداره صاحب صلاحیت صادر شده و روی عکس شخص متقاضی و آمر تائید کننده شخص که به مکتوب الحاق گردیده مهر شده باشد.
محصلان ایکه ازطرف دولت برای ادامه تحصیل به خارج از کشور میروند.
مریضان و همراه شان که به معرفی وزارت صحت عامه و یا سره میاشت برای تداوی به خارج از کشور میروند.
مجروحان نیروهای امنیتی که غرض تداوی به خارج فرستاده میشوند.
ورزشکاران ایکه برای شرکت در برنامه های ورزشی خارج از کشور توسط کمیته ملی المپیک و ریاست عمومی تربیت بدنی معرفی میشوند ماموران خدمات ملکی بست سوم و بالاتر ازآن.
منسوبین نظامی دارای رتبه دگروالی وبالاتر ازآن.

٢-مدت اعتبار پاسپورت
پاسپورت نظر به درخواست شخص برای مدت پنج و یا ده سال صادر گردیده در صورت انقضای مدت اعتبار قابل تجدید میباشد.
برای افرادی که مدت اعتبار پاسپورت شان تمام نشده اما نسبت به سفرهای متعدد از اوراق ان استفاده گردیده در برابر پرداخت محصول معینه پاسپورت جدید صادر میگردد و اگر پاسپورت قبلی ویزای معتبر یکی از کشورها را داشته باشد کنسل گردیده و ضمیمه پاسپورت جدید میشود.
پاسپورت افرادی که هنوز مدت اعتبار آن منقضی نشده اما مدت اعتبار کمتر از شرایط تعین شده کشور یا کشورهای میزبان را دارد به درخواست دارنده گان آن تجدید میگردد.

٣- مبالغ قابل پرداخت
محصول پاسپورت برای مدت پنج سال مبلغ (۵۵۰۰) افغانی وبرای اطفال زیر پانزده سال ، ماموران خدمات ملکی بست سوم و بالاتر از آن ، منسوبان نظامی دارای رتبه دگروال و بالا تر ازآن و برای مریضان و همراه شان که مکتوب رسمی کمیسون صحی وزارت محترم صحت عامه را داشته باشند (۳۲۵۰) افغانی میباشد.
محصول پاسپورت دارای مدت اعتبار ده سال درصورت درخواست متقاضیان که هجده سالگی را تکمیل کرده اند مبلغ (۱۱۰۰۰) افغانی میباشد.
محصول پاسپورت برای کسانیکه پاسپورت شان را تخریب کرده اند (۳۰۰۰۰) افغانی میباشد.
متقاضیان علاوه بر پرداخت محصول پاسپورت ملزم به پرداخت (۱۰) افغانی اعانه هلال احمر افغانی و هزینه خدمات پستی به مبلغ (۲۰۰) افغانی درکابل و (۵۰۰) افغانی درولایات میباشند.
محصول پاسپورت متقاضیان ایکه پاسپورت شان حریق شده پس از ارائه تصدیق اداره پولیس محل رخداد همان مبلغ قانونی فوق میباشد.
محصول پاسپورت متقاضیان ایکه پاسپورت شان مفقود شده پس از ارائیه تصدیق افغان اعلانات در داخل و تصدیق ریاست امور قونسلی وزارت امور خارجه در خارج از کشور دو برابر محصول تعین شده میباشد.

٣- چگونگی پرداخت
پس از تکمیل فورم آنلاین ثبت نام با همراه داشتن یک کاپی از فورم تکمیل شده به یکی از نماینده گی های دافغانستان بانک در کابل یا ولایات مراجعه کرده و در مقابل پرداخت مبالغ تعین شده فوق رسید دریافت کنند.

۴- صدور پاسپورت رایگان
پاسپورت برای افراد زیر به صورت رایگان صادر میشود :
مشمولان بورسیه های تحصیلی دولتی با معرفی وزارت محترم تحصیلات عالی ، معارف و یا سایر ادارات دولتی و یا با ارائیه اسناد تحصیلی از نماینده گی های محترم سیاسی و قونسلی به تصدیق وزارت محترم امور خارجه .
ورزشکاران ایکه از طرف ریاست عمومی تربیت بدنی و یا کمیته ملی المپیک برای شرکت در رقابت های بین المللی ورزشی معرفی میشوند.
منسوبین نظامی که در راه دفاع از حریم کشور مجروح یا معلول شده اند و یکتن همراه شان با تصدیق کمیسون های صحی وزارت محترم دفاع ، امور داخله و ریاست عمومی امنیت ملی و دیگر ادارات ایکه تشکیلات نظامی دارند.
اطفال مریض و یک تن همراه شان که از طرف جمعیت هلال احمر افغانی غرض تداوی به خارج از کشور فرستاده میشوند.

۵- موانع صدور پاسپورت
برای متقاضیان زیر پاسپورت صادر نمیشود :
افراد ایکه بنا بر مقروض بودن و یا هرگونه تعهد انجام نشده ازجانب نهاد های ذیصلاح ممنوع الخروج شده باشند.
محکومان قضایای جزائی ، مدنی وتجارتی به حکم محکمه صالح .
اطفال ایکه والدین وصی ، و یا وکیل قانونی نداشته باشند.
درصورت ایکه دستگاه بیف و بایومتریک ممنوع الخروج بودن شانرا تثبیت کند.

۶- چگونگی تکمیل فورم آنلاین
پس از انتخاب گزینه درخواست در پایان این رهنمود فورم آنلاین باز میشود که درتکمیل ان به نکات ذیل دقت کنید :
نام ، تخلص ، تاریخ دقیق تولد به روز ، سال و ماه ، محل تولد ، نمبر صکوک تذکره ، شماره تیلفون و اندازه قد بصورت دقیق تحریر شود.
عکس ای را که در فورم ضمیمه ( آپلود ) میکنید باید رنگه بدون چوکات به انداز ( ۵x۴ ) بوده فوتو شاپ نشده وشخص درآن بدون لنز وعینک چشم باشد وبرای نشان دادن چهره واقعی گوش های شخص باید در عکس نمایان باشد (پس زمینه عکس باید سفید باشد و از عکس متقاضی بیشتر از 6 ماه سپری نشده باشد).
امضا در داخل چوکات بگونه قرار بگیرد که با خطوط چوکات تماس نداشته باشد.
نشان انگشت متقاضیان ایکه امضا ندارند باید بگونه ای باشد که خطوط انگشت آن مشخص باشد.
والدین اطفال متقاضی پاسپورت میتوانند بجای نشان انگشت نام فرزند شانرا در چوکات بنویسند.
تذکر :
اداره پاسپورت برویت این فورم و تذکره تابعیت متقاضی اقدام به صدور پاسپورت میکند اگر پس ازچاپ پاسپورت به اساس معلومات نادرست و یا هرگونه درخواست تغیر دیگری از جانب متقاضی که نیاز به صدور پاسپورت جدید شود متقاضی مکلف به پرداخت محصول دوباره میباشد.
متقاضیان پاسپورت تنها مکلف به پرداخت مبالغ تعین شده فوق میباشند درصورت مطالبه مبلغ دیگری توسط هر شخص و نهاد و یا هر قانون شکنی دیگری به شماره‌های (۰۲۰۲۵۱۰۹۸۴ ، ۰۲۰۲۵۰۰۴۰۰) اداره پاسپورت و شماره (۱۱۹) پولیس گزارش دهید
فورم آنلاین پاسپورت در مراحل اولیه قرار دارد. نظریات ، پیشنهادات وانتقادات سازنده شما جهت غنامندی فورم آنلاین پاسپورت ما را حمایت میکند.
آنعده متقاضیانی که دارنده تذکره الکترونیکی میباشند، تذکره شان نیاز به تایید اداره مستقل ثبت و احوال نفوس ندارد.
با آگاهی کامل معلومات فوق را به صورت دقیق مطالعه نمودم و تایید می نمایم.

د افغانستان اسلامي امارتد پاسپورټ د آنلاین فورم لارښودښاغلیو/آغلیو متقاضیانو:د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره لاندې معلومات...
27/02/2023

د افغانستان اسلامي امارت
د پاسپورټ د آنلاین فورم لارښود
ښاغلیو/آغلیو متقاضیانو:
د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره لاندې معلوماتو او مدارکو تقه اړتیا ده. د مهربانۍ له مخې د آنلاین فورمې د کره بشپړولو لپاره له لارښود څخه ګټه واخلئ.

نوټ :د پاسپورټ غوښتنې فورمه یوازې یو ځل ډکېږي.

١ _ اړین اسناد
د تابعیت تذکره
هغه متقاضیان چي اصلي سکونت یې ولایتونه دي او غواړي په مرکز کې پاسپورټ واخلي، تذکره یې باید د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست (مرکز) څخه تائید وي.
هغه متقاضیان چي اصلي سکونت یې کابل ولایت دی، تذکره یې باید د کابل ولایت د نفوسو د احوال ثبتولو له عمومي مدیریت څخه تائید وي.
هغه متقاضیان چې اصلي سکونت یې په ولایتونو کې دی او غواړي په ولایتونو کې پاسپورټ ترلاسه کړي، تذکره یې باید د هماغه ولایت د نفوسو د احوال ثبتولو له مدیریت څخه تائید وي.
د ماشومانو د زېږېدنې سند هغه مهال د اعتبار وړ دی، چې د نفوسو د احوال ثبتولو له ریاست او ولایتي څانګو څخه تائید شوی وي.
هغه ماشومان چي عمرونه یي تر اوو (۷) کالونو رسېدلي وي، په تذکره کې یې د عکس لګول اړین دي.
هغه متقاضیان چي د تذکرې عکس یې له اوسنۍ څهرې سره ورته والی نه لري او نه پېژندل کېږي، مکلف دي چې په تذکره کې نوی عکس ولګوي.
هغه متقاضیان چې فعلي سکونت یې له اصلي سکونت سره تغیر ولري او د پاسپورټ غوښتنې آنلاین فورمه په فعلي مسکن کې بشپړوي، د تذکرې تائید یې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې د ځايي څانګو له لارې ترسره کېږي.
هغه متقاضیان چې په بهر کې زېږېدلي دي، مکلف دي چې د هماغه هیواد د زېږدنې سند (Birth Certificate) د نفوسو د احوال ثبتولو له ادارې څخه تائید کړي.
د آنلاین فورمي بشپړول.
د پاسپورټ د محصول د تحویلۍ رسید.
د بایومټریک او اسنادو د ورکړې پر مهال د پاسپورټ په مرکزي اداره او یا هم نورو څانګو کې د متقضاضي شتون اړین دی.
هغو متقاضیانو لپاره چې عمرونه یې له اتلسو (۱۸) کالونو کم دي، د والدینو د کتبي غوښتنې، د قانوني پرېکړې او یا د محکمې د اجازې پر اساس صادرېږي. که چېرته عریضه کوونکې د شخص مور وي؛ نو په دې صورت کې نوموړې باید له پاسپورټ اخیستونکي وګړي سره خپله خپلوي تثبیت کړي.
د دماغي ناروغانو لپاره د ناروغ د حقیقي او اصولي خپلوانو د غوښتنې په اساس پاسپورټ صادرېږي.
د ملي سوداګرو لپاره د سوداګرۍ جواز او د سوداګرۍ وزارت یا د نورو اړوندو ادارو رسمي مکتوب وړاندې کول اړین دي.
له پورته ذکر شوو مواردو پرته هغه متقاضیان چې د یو باصلاحیته ادارې له لوري د رسمي مکتوب پر اساس معرفي شوي وي، په مکتوب کې د متقاضي عکس باید ټاپه شوی وي. معرفي شوی وګړي باید له لاندې یادو شوو ځانګړتیاوو برخمن وی.
هغه ناروغان چې د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې ټولنې د پیژندلیک پر اساس د تداوۍ په موخه له هیواد څخه بهر ځي.
د امنیتي ځواکونو هغه ټپیان چې د تداوۍ په موخه بهر ته استول کېږي.
هغه لوبغاړي چې د المپک ملي کمېټې او د بدني روزنې د عمومي ریاست له لوري په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره ځي.
د درېیم بست او تر دې د لوړو بستونو کارکونکي.
هغه نظامي منسوبین چې ډګروال او یا هم تر دې لوړه رتبه ولري.

٢- د اعتبار موده
د متقاضي د غوښتنې پر اساس پاسپورټ د پنځو او یا هم لسو کالو مودې لپاره صادرېږي. د انقضا په صورت کې د اعتبار موده غځول کېږي.
هغه متقاضیان چې د پاسپورټ د اعتبار موده یې نه ده پوره شوې اما د ګڼو سفرونو له کبله یې د پاسپورټ پاڼې ډکې شوې دي، د ټاکلي محصول په بدل ورته پاسپورټ صادرېږي او که پخوانی پاسپورټ یې د کوم معتبر هیواد ویزه ولري، له کنسل کېدلو وروسته له نوي پاسپورټ سره ضمیمه کېږي.
هغه متقاضیان چې د پاسپورټ د اعتبار موده یې نه وي پوره شوې؛ خو د اعتبار موده یې د کوربه هیوادونو له ټاکل شوو شرطونو څخه کمه ده، د غوښتنې په اساس ورته تمدیدېږي.

٣- لګښت
د پنځه کالني پاسپورټ محصول (۵۵۰۰) افغانۍ کېږي، له پنځلس (۱۵) کالونو څخه د کم عمر ماشومانو لپاره، د درېیم (۳) بست او یا تر دې د لوړ بست مامورینو لپاره، د نظامي کارکوونکو لپاره چې رتبه یې ډګروال او یا تر دې لوړه وي، د ناروغانو لپاره چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کمېسیون له لوري معرفي شوي وي، د پاسپورټ لګښت یې (۳۲۵۰) افغانۍ کېږي.
هغه متقاضیان چې عمرونه یې اتلس (۱۸) کالونو ته رسېدلي وي او غواړي لس کالن پاسپورټ واخلي، محصول یې (۱۱۰۰۰) افغانۍ کېږي.
هغه متقاضیان چي پاسپورټ یې تخریب کړی وي، د نوي پاسپورټ لګښت یې (۳۰۰۰۰) افغانۍ کېږي.
په مرکز او ولایتونو کې د سرې میاشتې ټولنې اعانه لس (۱۰) افغانۍ ده او د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت د پوسټ خونې ټکس په مرکز کې (۲۰۰) افغانۍ او په ولایتونو کې (۵۰۰) افغانۍ کېږي.
هغه متقاضیان چې پاسپورټ یې سوزېدلی وي؛ د ځايي پولیسو ادارې له تصدیق وړاندې کولو وروسته د پاسپورټ د نوي قانون له مخې، د ټاکل شوي محصول په بدل کې ورته پاسپورټ صادرېږي.
هغه متقاضیان چې پاسپورټ یې ورک کړی وي او غواړي نوی پاسپورټ واخلي؛ نو د هیواد دننه د افغان اعلاناتو د کټېنګ له وړاندې کولو او همدا راز له هیواده بهر د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو ریاست له تصدیق وړاندې کولو وروسته به، د (ټاکل شوي محصول) دوه برابره محصول په بدل کې پاسپورت ورکول کېږي.

د پیسو ورکړه (تحویلي)
د آنلاین فورمې له بشپړولو وروسته، د یادې فورمې یوه کاپي باید له ځان سره واخیستل شي او د افغانستان بانک ښاري څانګو او یا هم ولایتي څانګو ته مراجعه وشي او د ټاکل شوي لګښت په بدل کې رسید ترلاسه شي.

٤- وړیا پاسپورټ
لاندې ذکر شوو وګړو ته وړیا پاسپورټ ورکول کېږي:
هغو محصلانو ته چې د دولت له لوري د بورسونو له لارې بهر ته ځي او د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او نورو دولتي ادارو له لوري رسمي معرفي شوي وي.
هغو لوبغاړو ته چې په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه د المپیک ملي کمېټې، کرکت بورډ، فوټبال فډریشن او د بدني روزنې ادارې له لوري رسمي معرفي شوي وي.
هغو افسرانو، بریدمنانو، ساتنمنانو او عسکرو ته چې له خپلې خاورې د دفاع په وخت ټپي او معلول شوي وي او په نظامي تشکیلاتو کې وي او د اړوندو ادارو د روغتیايي کمېسیونونو لخوا پیژندلیک ولري.
هغو ناروغ ماشومان او ورسره د ناروغ له یو تن منسوبینو، چې د سرې میاشتې ټولنې له لوري د تداوۍ لپاره بهر ته استول کېږي.

٥ د پاسپورټ د صدور موانع
لاندې ذکر شوو وګړو ته پاسپورټ نه صادرېږي:
هغه وګړي چې د پور (قرض) او یا هم د نورو ژمنې د نه ترسره کولو په سبب د اړوندو ادارو له لوري ممنوع الخروج اعلان شوي وي.
هغه وګړي چې محکمې په جزايي، مدني او سوداګریزو قضیو کې محکومان شمېرلي وي.
هغه ماشومان چي والدین او یا قانوني وکیل ونه لري.
هغه وګړي چې بیف او بایومټریک سیسټم یې ممنوع الخروج کېدل تثبیت کړي.

٦- د فورمې ډکول
د غوښتنلیک له انتخابولو وروسته د دغه لارښود په پای کې درته یو آنلاین فورمه پرانیستل کېږي چې په بشپړولو کې یې باید لاندې نکتو ته پام وشي.
نوم، تخلص، د زېږېدنې کره نېټه(ورځ، میاشت، کال)، د زېږېدنې ځای، د ټېلفون شمېره او د قد کره اندازه باید ولیکل شي.
هغه عکس چي فورمې ته یې پورته (اپلوډ) کوئ باید رنګه وي، چوکاټ ونه لري، اندازه یې ۴x۵ وي او فوټو شاپ شوی نه وي. شخص باید لنزونه او چشمې په سترګو کړي نه وي او د شخص د واقعيي څهرې د معلومولو په پار باید د شخص غوږونه ښکاره وي.
لاسلیک باید په چارچوکاټ کې داسې وشي، چې د چوکاټ له خط سره نښتی نه وي.
هغه متقاضیان چې ګوته لګوي، باید په داسې ډول ولګول شي، چې د ګوتې کرښې یې معلومې شي.
د ماشومانو والدین کولای شي، چې د ماشوم د ګوتې پر ځای د هغه نوم ولیکي.
یادونه :
پاسپورټ د بشپړې شوې فورمې پر اساس، چې د تابعیت تذکرې مطابق وي، د ټاکل شوي محصول په بدل کې صادرېږي. هر کله چې د فورمې د ناسمو معلوماتو په اساس پاسپورټ چاپ شي او یا د متقاضي له لوري د پاسپورټ په مشخصاتو کې د بدلون راوستلو غوښتنه وشي؛ نو د نوي پاسپورټ د چاپ محصول به د متقاضي پر غاړه وي.
متقاضیان مکلفیت لري، چې د افغانستان بانک په څانګو کې د پاسپورټ د محصول ، د پوسټ خونې د خدمتونو او د سرې میاشتې ټولنې د اعانې پیسې، چې په قانون کې یې یادونه شوې جمع کړي، پرته له دې د پاسپورټ د اجرا په موخه هیڅ ډول پیسې نه جمع کېږي. د هرډول قانون ماتونې او اداري فساد د لیدلو په صورت کې د پاسپورټ ریاست د تیلفون شمېرې (۰۲۰۲۵۱۰۹۸۴) او د پولیسو (۱۱۹) شمېرې سره اړیکه ونیسئ او ستونزه ورسره شریکه کړئ.
د پاسپورټ د آنلاین فورمې اړوند ستاسو نظرونه، وړاندیزونه او سالم انتقادونه د سیسټم په لا پیاوړي کولو کې مرسته کوي.
په پوره دقت می پورتني معلومات ولوستل او تاییدومه یې

د پام وړ خبر:  هغه افغانان  چی سعودي  ته سفر لري. موضوع  د پاسپور ت تمدید په اړه :
21/02/2023

د پام وړ خبر: هغه افغانان چی سعودي ته سفر لري.
موضوع د پاسپور ت تمدید په اړه :

تازه!
هغه افغانان چې په پاسپورټونو کې يې د تمدید پاڼه لږولی وي او غواړي سعودي عربستان ته په دې نيژدې ورځو کې سفر وکړي تر هغې دې معطله شي چې تر څو په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت رسمې خبر نه وي خپور کړی.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير ښاغلی احمد جاويد مجددي نن د سعودي عربستان له چارواکو سره په يادې ستونزې غږیدلی او هغوی وعده ورکړې چې ډېر ژر به ستونزه حل شي.
نوټ: ياده ستونزه يوازې هغو افغانانو ته ده چې په پاسپورټ کې يې د تمدید پاڼه لږولی وي نور افغانان چې پاسپورټ لري او د سعودي عربستان ويزه لرې راتللی شي او مشکل ورته نشته.
دويم نوټ: تر دې دمه يواځې د سعودي عربستان حکومت د افغانستان په پاسپورټونو کې د تمديد پاڼې سره مشکل پيدا کړی هغه افغانان دې تشويش نه لري چې نورو هيوادونو ته په تمديد پاڼې سفر لري دا ستونزه يوازې په سعودي عربستان کې خلق شوې.
دريم نوټ: داسې هم پيښ شوي په همدې ورځو کې چې په تمديد پاڼې ځينې افغانان سعودي ته راغلي ځينې يې ګرځولي او ځينو ته يې د داخليدو اجازه ورکړې اوس تاسو پورې مربوط ده که مسوليت په خپله غاړه اخلئ تاسو فيصله وکړۍ.
وارث خان هوتک.

07/02/2023
08/10/2019

د عمرې کولو طریقه.....
د حج ښه ملګري کتاب څخه
عمره
عمره سنت ده البته د پنځو ورځو څخه پرته نور په ټول کال کي د شپې او د ورځي هره میاشت او هره ورځ عمره ادا کېدلاى سي .
د عرفات په ورځ، د لوی اختر په لومړۍ ، دوهمه ، دریمه او څلورمه ورځ عمره نه اداء کیږي دا ځکه چي په دې پنځو ورځو کي د عمرې اداء کول کراهیت لري
په عمره کي څلور شیان کیږي لومړی احرام تړل ، دوهم پر کعبه شریفه باندي طواف کول ، دریم د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ کول ، څلورم نارینه سر خريي یا يې ورېښتان کوچني کوي او ښځي فقط د سر ورېښتان د ګوتي د سر په اندازه کوچني کوي .
د عمرې احرام
څوک چي عمره اداء کوي نوتر هر څه وړاندي به په خپل کور او وطن یا په میقات ځای کي احرام تړي ، د مېقات بيان به وروسته درته کیږي .
احرام نیت او تلبیې ته وایي خو د احرام څخه مخته په کار ده چي بدن پاک او ستره کړي غسل یا اودس تازه کړي ، نارینه د احرام جامې واغوندي یعني لونګ ووهي او پټو پر اوږو واچوي اوکه د نفلي لمانځه د اداء کولو وخت وو نودوه رکعتونه نفلي لمونځ په پټ سر اداء کړي .
د لمانځه وروسته به دعاګاني وکړي څو الله( دا عمره ورته اسانه او ځني قبوله يې کړي ، د دعا څخه وروسته به په زړه کي د عمرې د اداء کولو نیت وکړي دا د زړه نیت فرض دی او په خوله به هم خپل نیت داسي بیان کړي : اې الله ! ما د عمرې اراده کړې ده ته يې راته اسانه او را څخه قبوله کړه ، د نیت وروسته دي تلبیه نارینه په لوړ آواز او ښځي دې په ټيټ آواز ووایي :
لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ
عمره کونکي ته په عربي مُعتمِر وايي ، د عمرې په نیت او د تلبیې په ویلو مُعتمِر محرم ګرځي ، لکه څه ډول چي د لمانځه بندیزونه د لمانځه د نیت او د نیت وروسته د تحریمې په تکبېر یعني د الله اکبر د ویلو وروسته لګول کیږي همدا ډول د احرام بندیزونه هم د حج یا عمرې د نیت او تلبیې ویلو وروسته لګول کیږي .
د عمرې د نیت او تلبیې وروسته عمره کونکی نوکان او ورېښتان نه سي کوچني کولای ، عطر پرځان نه سي وهلای ، مېړه او ماینه خپل منځي جنسي اړیکي نه سي پوره کولای او نه یو و بل ته په شهوت او خوند لاس ور وړلای سي او نه يې مچولای سي ، نارینه ټوپۍ او لنګوټه نه سي پر سر کولای او نه بوټونه ، پرتوګ او قمیص اغوستلای سي بلکي لوڅ سر به وي ، ساده ټوکران به د قمیص او پرتاګه پر ځای پر ځان راپیچي او داسي څپلۍ به په پښو کړي چي بجلکي ورپټي نه کړي، ښځي په احرام کي خپلي عادي جامي اغوستلای سي خو د ښځي د احرام بندیز په مخ کي دی ، ښځه به په احرام کي مخ نه پټوي البته ځواناني ښځي د مخ څخه لیري ټوکر ځوړند کولای سي تر څو د پردیو نظر پر و نه لګیږي .
ښځي د حیض او نفاس په ناروغیو کي هم احرام تړلای سي خو چي مکې مکرمې ته ورسیږي تر هغه مهاله د عمرې طواف نه سي کولای او نه مسجد حرام ته ور ننوتلای سي تر څو چي ناروغي يې ختمه سوې نه وي . د حیض او نفاس څخه چی پاکه سي غسل وکړي بیا طواف او سعي کولای سي .
د عمرې طواف
عمره کونکی چي مکې مکرمې ته ورسیږي ،مسجد حرام ته به ولاړ سي څه مهال چي پر کعبه شریفه یې نظر ولګیږي الله اکبر او لا اله الا الله به ووایي او بیا به طواف د حجر اسود څخه پیل کړي ، دا طواف فرض دی ، عمره کونکی څونه چي وکولای سي تلبیه دي وایي خو د طواف د پیل کولو سره تلبیه ختمېږي نور نو عمره کونکی تلبیه نه وايي، د عمرې طواف او بل هر طواف د حجر اسود څخه پیلیږي . د طواف شروع کولو په نیت دي حجر اسود مچ کړي که حجر اسود ته د ګڼي ګوڼي لکبله نه سوای ور نژدې کېدلای نو د حجر اسود پر برابر مځکنى کرښي دي مخامخ حجر اسود ته ودرېږي د بسم الله و الله اکبر د ویلو سره سم دي لاسونه پورته کړي ، بیا دې دا ډول کښته کړي لکه پر حجر اسود چي يې ایږدي ، بیا دې د ورغوي لخواخپلي ګوتي مچ کړي اوپر کعبه دي طواف پیل کړي .

د یادوني وړ ده چي د طواف نیت په خوله نه ویل کیږي بلکي حجر اسود ته چي دی د طواف په اراده ورځي همدا يې د طواف نیت دی ، حجر اسود مچول یا د لیري څخه لاس یا لکړه ورغځول یا لاسونه ورته پورته کول استلام بلل کیږي د استلام څخه وروسته طواف پیلیږي ، اووه ځلي به پر کعبه شریفه را ګرځي .

پر بيت الله هر ځل راګرځېدلو ته په عربي شوط ویل کیږي اووه شوطونه یو طواف کیږي ، هر شوط د لومړي شوط په شان په استلام پیلیږي .

اوږه لوڅول

نارینه به د طواف د شروع کولو څخه مخته ښۍ اوږه لوڅه کړي یعني د پټو په یوه سر دي چپه اوږه پټه کړي او د پټو دا بل سر دي تر راسته اوږې لاندي په اړخ کي را تاو کړي او پر چپه اوږه دې واړوي ، په طواف کي د ښۍ اوږې لوڅولو ته په عربي کي اضطباع وایي او اضطباع یعني د اوږې لوڅول یوازی په هغه طواف کي کیږي چي وروسته يې د صفا او مرواتر منځ تګ کیږي او هم یې د احرام جامې په تن وي .

د پهلوانۍ منډه

نارینه عمره کونکي به د طواف په اولو درو شوطونو کي د پهلوانی منډه وهي یعني اوږې به ښوروي اوچت اوچت لنډ لنډ ګامونه به اخلي لکه څه ډول چي د سپورټ لپاره خلګ ځغلي . دا د پهلوانۍ وځغاستي ته په عربي کي رَمل ویل کیږي ، رَمل هم یوازي په هغه طواف کی کیږي چي تر هغه وروسته صفا او مروا کیږي لکه د عمرې طواف .

د طواف لمونځ

د هر طواف وروسته دوه رکعته لمونځ واجب دی ، عمره کونکی چي طواف وکړي نو وروسته به يې دوه رکعته د طواف لمونځ کوي ، د طواف د لمانځه د پاره تر ټولو غوره ځای مقام ابراهیم دی ، یعنی د مقام ابراهیم شاته دي دا ډول ځای ودرېږي چي مقام ابراهیم دده او د کعبې شریفي تر منځ راسي ځکه په لمانځه کي به مخامخ وکعبې شریفي ته درېږي که څوک و مقام ابراهیم ته دا ډول ودرېږي چي مخ يې د کعبې څخه چپ وي نو د هغه لمونځ نه صحیح کیږي ،که ګڼه ګوڼه زیاته وه او د مقام ابراهیم شاه وخواته هم طواف کونکي رسېدل نو بیا به د طواف کونکو مخ نه بندوي ،ځکه د طواف لمونځ په مسجد حرام کي هر ځای کولای سي آن تر دې چي د مسجد څخه دباندي يې لا هم هر ځای کولای سي .

که څوک د طواف څخه د مازیګر ترلمانځه وروسته فارغ سي یا د سهار د لمانځه په مهال کي فارغ سي نو بیا به د طواف لمونځ ځنډوي په داسي وخت کي به د طواف لمونځ کوي چي په هغه وخت کي نفلي لمونځونه کېدلای سي . تر طواف وروسته دي د زمزم په اوبو ځان ښه اوبه کړي .

سعي

د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ ته سعي ویل کیږي ، په حج او عمره کي یو ځل سعي کول واجب ده ، لکه څه ډول چي اوه ځلي پر کعبې شریفي راګرځېدل یو طواف بلل کیږي دا ډول اوه ځلي د صفا او مروا تر منځ تګ کول یوه سعي شمېرل کیږي ، د صفا څخه تر مروا تګ یو شوط شمېرل کیږي د مروا څخه بېرته و صفا ته تګ دوهم شوط شمېرل کیږي دوهم ځل چي بیا همدا ډول د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ وکړي څلور شوطه ځني جوړیږي دریم ځل چي بیا همدا تګ او راتګ وکړي شپږ شوطه ځني جوړیږي او بیا چی د صفا څخه تر مروا پوري ولاړ سي اوه شوطه پوره کیږي.

سعي د صفا څخه پیل کیږي پر مروا پای ته رسیږي . عمره کونکی د طواف د لمانځه څخه وروسته د سعي د پیل کولو لپاره د حجر اسود استلام کوي بیا و صفا ته پورته کیږي د صفا د غونډۍ څخه سعي شروع کوي .

صفا ته چي لږ پورته سي مخ د کعبې وخوا ته درېږي د تکبېر او دعاګانو څخه وروسته د مروا په لور په عادي تګ روانیږي ، د صفا او مروا تر منځ البته د صفا خوا ته نژدې پخوا شېله وه دا شېله اوس نشته خو د شېلې ساحه په شین رنګو میلانو نښاني سوې ده ، سعي کونکی چي څه وخت شنه میل ته ورسیږي نو بیا تر هغه بل شنه میله پوري په چټکتیا یعني نیمه ځغاسته وځي ، د شېلې تر ساحې چي ووځي بېرته به عادی تګ کوي څو مروا ته ورسیږي ، ښځي د شنو میلانو تر منځ هم په عادي تګ ځي .

مروا ته چي پورته سي مخ د کعبې په لور درېږي تکبېر وایي او څوني چي وکولای سي په پورته لاسونو دعاګاني کوي .

او بیا د مروا څخه په عادي تګ بېرته د صفا په لور رهي کیږي ، و شنه میل ته چي راورسیږي بیا تر هغه بل شنه میله پوري چي دشېلې برخه ده په نیمه ځغاسته ځي د شېلې د ساحې څخه چي ووځي بېرته عادي تګ کوي څو صفا ته پورته کیږي په دې سره د سعي دوه شوطه پوره کیږي .

په سعي کي هر ځل چي صفا او مروا ته پورته کیږي، مخ به پر کعبې شریفي درېږي تکبېرونه به وایي او په پورته لاسونوسره دعاګاني کیږي .

د سعي اوم شوط پر مروا پوره کیږي ، عمره کونکی چي د سعي څخه فارغ سي عمره يې بشپړ ېږي خو یو شى لا بل هم پر پاته دی چي د هغه په کولو د احرام ټول لګول سوي بندیزونه ځني پورته کیږي هغه د سر خریل یا کوچني کول دي ، ښځي سرونه نسي خریلای البته د احرام څخه د حِلالېدلو د پاره دا ضروري ده چي د ګوتي د بند په اندازه به د ټول سر څخه ورېښتان غچي کوي او یا لږ تر لږه د سر د څلورمي برخي څخه د ګوتي د سر په اندازه ورېښتان غچي کړي ، د یادوني وړ ده که ښځه فقط د کوڅۍ د سر څخه ورېښتان غچي کړي په دې سره دا د احرام څخه نه وځي ځکه د کوڅۍ د څوکي ورېښتان د سر تر څلورمي برخي ډېر کم دي .

د سر خریلو ته په عربي حلق او کوچني کولو ته يې قصر ویل کیږي تر حلق یا قصر وروسته عمره کونکی ټول هغه څه کولای سي کوم چي د احرام له کبله ځني منع سوی وو .

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

یوه غوښتنه:
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.
کاپی.

زیری                         زیری                        زیری  حج عمری د خدماتو سیاحتی شرکتتولو افغانانو ته چی د بیت الل...
08/10/2019

زیری زیری زیری

حج عمری د خدماتو سیاحتی شرکت

تولو افغانانو ته چی د بیت الله شریف عمری کولو شوق لری خاص خدمات وراندی کوو هغه افغانان چی عمری ته د سفر نیت لری کولی شی چی داخل وکری داخلی جریان لری. له توجه مو مننه
خدمات
1: د عمری ویزه.
2: نزدی زای په مکه مکرمه او مدینه منوره
3: دو طرفه تکت د طیاری
4: مکمل ترانسپورتیشن
5: په یو سفر کی دوه عمری
6: عمری مراسم کی د معلم خدمات

ضروری اسناد
1: اصلی پاسپورت
2: اصلی تذکره
3: دو قطعه عکسونه
4: محرم لپاره نکاح خط او وثیقه
5: د واکسین کارت.
6: د پاکستان ویزه

تیته بیه او جیگ خدمات
د تماس لپاره
کابل:0777738104,0787810321 -
وتساپ 0786003059
ادرس: چوک مخابرات ، جلال آباد شار..

ملکي هوایي چلند اداره:د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده او ښايي د دې اوونۍ په ل...
23/03/2019

ملکي هوایي چلند اداره:
د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده او ښايي د دې اوونۍ په لړ کې پرانیستل شي.
کاپی

صرف پنځه دقیقې سوچ پرې وکړه!فکر وکړه ته نن مړ شوې، غسل او کفن درکول شو، کټ دې د کور په انګړ کې ایښی دی، لږ ساعت پس دې قب...
19/03/2019

صرف پنځه دقیقې سوچ پرې وکړه!

فکر وکړه ته نن مړ شوې، غسل او کفن درکول شو، کټ دې د کور په انګړ کې ایښی دی، لږ ساعت پس دې قبر ته وړي، او هلته درباندې د خاورو انبارونه جوړوي، په توره تیاره قبر کې به پروت یې.
نه بچیان درسره شته نه مور، خور، ورور، او نه خپلوان درسره شته؛ نو ستا به څه حال وي!؟ که چیرې شونې وه او په همدغه موقع درته ویل شوي وای چې، صرف د یوې میاشتې لپاره بیرته دنیا ته لاړ شه... نو دا یو میاشت به تاسې په دنیا کې څه کول؟
کاروبار؟
پیسې ګټل؟
ښه خوراکونه کول؟
او که عبادت کول؟
حتماً مو ځواب دا دی چې، یواځې او یواځې عبادت کول.
ښه نو دا اوس چې کلونه کلونه عمر درکول شوی دی، څومره وخت مو د قرآن کریم تلاوت او نورو عباداتونو ته ورکړی دی؟
هغه وخت چې بیا ارمان کوو او هیڅ شونې نه ده چې، بیرته دنیا ته راوګرځو نن ولې، په غفلت کې پراته یو او دنیا راګیر کړي یو؟

يوه غوښتنه:
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې دومره ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

کاپی

!ﺩ_ﺳﻬﺎﺭ_ﻟﻤﻮﻧځ #ﺩ ﯾﻮ ﻋﺎﻟﻢ څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻭﺷﻮﻩ ﭼﯽ ﻭﺧﺘﻲ ﺳﻬﺎﺭﻧﯽ ﻣﻮﺳﻢ ﺍﻭ ﻫﻮﺍ ﻭﻟﻲ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺗﺮ ﺍﻭ ﺗﺎﺯﻩ ﻭﻱ؟ﻋﺎﻟﻢ ﻭﻭﯾﻞ، ﺩﺍ ځﮑﻪ ﭼﯽ ﻣﻨﺎﻓﻘﺎﻥ...
18/03/2019

!ﺩ_ﺳﻬﺎﺭ_ﻟﻤﻮﻧځ #

ﺩ ﯾﻮ ﻋﺎﻟﻢ څﺨﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻭﺷﻮﻩ ﭼﯽ ﻭﺧﺘﻲ ﺳﻬﺎﺭﻧﯽ ﻣﻮﺳﻢ ﺍﻭ ﻫﻮﺍ ﻭﻟﻲ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺗﺮ ﺍﻭ ﺗﺎﺯﻩ ﻭﻱ؟
ﻋﺎﻟﻢ ﻭﻭﯾﻞ، ﺩﺍ ځﮑﻪ ﭼﯽ ﻣﻨﺎﻓﻘﺎﻥ ﺩ ﺳﻬﺎﺭ ﻋﺒﺎﺩﺕ، ﻟﻤﻮﻧځ ﺗﻪ ﻧﻪ
ﺭﺍﻭښﯿږﻱ ﺍﻭ ﺳﻬﺎﺭﻧۍ ﻫﻮﺍ ﺩ ﻣﻨﺎﻓﻘﯿﻨﻮ ﻟﻪ ﻧﻔﺴﻪ ﺧﻮﻧﺪﻱ ﻭﻱ ﺍﯾﺎ ﺗﻪ ﺧﺒﺮ ﯾې ﭼﯽ ﺩ ﺳﻬﺎﺭ ﻟﻤﻮﻧځ ﭘﺮ ﻭﺧﺖ ﮐﻮﻝ ﺩ ﻧﻔﺎﻕ څﺨﻪ ﺩ ﺑﺮﺍﺋﺖ )ﺑﺮﯼ( ﺛﺒﻮﺕ ﺩﯼ؟ ﺍﻭ څﻮﮎ ﭼﯽ ﺩ ﺳﻬﺎﺭ ﻟﻤﻮﻧځ ﭘﻪ ﺟﻤﻌﻪ ﻭﮐړﻱ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺑﻨﺪﻩ ټﻮﻟﻪ ﻭﺭځ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﷻ ﭘﻪ ﺫﻣﻪ ﮐﻲ
،ﺷﻮﻩ ﺩ ﯾﻮﻩ ﺳﻬﺎﺭ ﺩ ﺳﻨﺖ ﮐﻮﻟﻮ ﺍﺟﺮ ﺩ
ټﻮﻝ ﺳﺮﺯﻣﯿﻦ ﻟﻪ ښﻮ ﺍﻭ ښﺎﺩﯾﻮ ﺑﻬﺘﺮ ﺩﯼ ﺳﻬﺎﺭﻧﯽ ﺩ ﻗﺮﺍﻥ ﮐﺮﯾﻢ ﺗﻼﻭﺕ ﺗﻪ ﺍﺳﻤﺎﻧﻲ ﻣﻼﺋﮑﻲ )ﭘﺮﺷﺘې( ﭘﻪ ﺳﯿﻞ ،ﻭﻻړﻱ ﻭﻱ
ﻫﻐﻪ څﻮﮎ ﻟﻮﯼ ﺍﻭ ﺑﺨﺘﻮﺭ ﺩﯼ ﮐﻮﻡ ﭼﻲ ﺩ ﺳﻬﺎﺭ ﻟﻤﻮﻧځ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ
ﻭﮐړﻱ! ﺩ ﺳﻬﺎﺭ ﻋﺒﺎﺩﺕ ﺻﺮﻑ ﺩ ﻭﺟﻮﺩ ﻭﯾښېﺪﻝ ﻧﻪ ﺩﻱ ﺑﻠﮑﻲ
ﻫﻐﻪ ﺩ ﺍﯾﻤﺎﻥ، ﺯړﻩ ﺍﻭ ﯾﻘﯿﻦ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﺍﺳﻲ ﺍﻟﻬﻲ ﻏﻨﯿﻤﺖ ﺩﯼ ﭼﻲ ﺩ ﺩﻧﯿﺎ ﭘﻪ ﻫﯿڅ ﻗﯿﻤﺖ ﻧﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐﯿږﻱ ﺍﻭ
ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﷻ ﺳﺮﻩ ﺩ ټﻮﻟﻲ ﻭﺭځﻲ .ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﺩﻩ
که پوره مو لوستلې وی ولیکی چی ولوستل شو.
کاپی...

18/03/2019

کله چې هارون رشید د مرګ پر بستر پروت وو!
نو خپلو ملګرو ته یې وویل:
زه غواړم چې هغه قبر ووینم په کوم کې چې زه دفن کیږم.
نو هغوی هارون رشید واخیست او خپل قبر ته یې ورساوه..
کله چې هارون الرشيد خپل قبر ته وکتل؛ نو ډېر یې وژړل او بیا یې خپل شاوخوا کې ولاړو خلکو ته وکتل او د الله تعالی دا قول یې ووایه:

﴿مَا أَغْنَى عَنِّی مَالِیهْ﴾ ﴿۲۸﴾ ﴿ هَلَکَ عَنِّی سُلْطَانِیهْ﴾ ﴿۲۹﴾. الحاقة

ژباړه:
زما مال ماته هیڅ ګټه ونه رسوله * زما قدرت زما له لاس څخه ولاړ)

بیا یې آسمان ته خپل سر پورته کړ، سخت یې وژړل او داسې یې وویل:
ای هغه ذاته! چې سلطنت دې زوال نه قبلوي، پر هغه چا رحم وکړه چې سلطنت یې زائل شو!!

نو ای سرکښ انسانه! دا خبره تل یاد ساته!
شپه که هر څومره اوږده شي، بیا هم سهار ورپسې دی. او ورځ که هر څومره اوږده شي، شپه ضرور راتلونکې ده؛ نو عمر چې هر څومره اوږد شي، مرګ ته به ضرور غاړه ورکوو!!!
لطفاً پخپل ځان رحم وکړئ، په تیرو ګناهونو باندې الله تعالی ته پښیماني څرګنده کړئ او نور ترې توبه ګار شئ. بس کړئ، نور د توبې په تمه ګناهونه مه کوئ! مرګ ناساپي راتلونکی دی، هیچا ته دا معلومات نشته چې، زه به تر توبې ویستلو پورې ژوندی پاتې شم او که نه؟؟؟

یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

Address

Chaok Mokhabrat
Jalalabad

Telephone

+93786201974

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ADL Travel & Tours Agency posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category